فبروري 27, 2021

سخت خارښت او د پوستکي سور کیدل؛ درملنه یې

اکزیما یا سپونی د پوستکي یو التهابي عکس العمل ده، چې د داخلی او خارجي عواملو په مقابل کی منځته راځي.
معمولا په پوستکي کې د احمرار یا سوروالي سره شروع کوي، او ورپسي اذیما یا پاړسوب، خارښت، ویزیکولونه او اوبه کول پیدا کوي.
اکزیما ډېری په هغو خلکو کې پیښیږي، چې الرژي لري. اکزیما ځینې وختونه جینیټيکي ریښې لري. او ممکن د کورنۍ غړو ترمنځ عام وي.

د اکزیما نښې دا دي:

۱ـ سخت خارښت ۲ـ د پوستکي سور کېدل۳ـ د کوچنۍ دانو راختل۴ـ د اکزیما ځای پرلپسې پوستکي اچول ۵ـ د پوستکي وچېدل.
اکزیما په دواړوجنسونو (نارینه او ښځینه) کې لیدل کیږي. او په ګرم او مرطوب اقلیم کې زیات واقع کیږي.
د اکزیما په منځ ته راتلو کې دوه فکتورونه رول لري:
۱ـ مساعد حالت (الرژیک او حساس پوستکي)
۲- د تخریش کوونکو موادو سره مخامخ کېدل

درملنه:

د ساینس پرمختګ سره، د اکزیما درملنه هم وده کړې. خو.په هرصورت، د دې ناروغۍ لپاره هیڅ ټاکلې درملنه شتون نه لري.
په دې ناروغۍ کې ډیری خلک د شپې لخوا شدید خارښت تجربه کوي، او دا دوی ته اجازه نه ورکوي، چې د شپې سم خوب وکړي. که تاسو دا ستونزه لرئ، خپل ډاکټر سره خبرې وکړئ. د آنتی هیستامین په بدلولو به خپل ښه بیاځلي ترلاسه کړئ.

د اکزیما نوره درملنه:

۱ـ که چیري اکزیما خفیفه وي، نو په ورځني عادتونو کې‌ ځينې بدلونونه کولای شي اکزیما ښه کړي. او که چیری اکزیما زیاته او شدیده وی نو بیا تاسو اړتیا لرئ چې د پوستکي د متخصص تر نظر لاندې درملنه وکړي.
۲ـ ناروغ ته توصیه کیږي چې د ګرولویا scratching څخه مخنیوی وکړي.
۳ـ په زیاته اندازه د اوبو په واسطه مینځل او صابون زیات استعمال نه کړي.
۴ـ د مخرشی مادی سره باید د تماس مخه ونیول شي اویا تر ممکنه حده پورې کم کړل شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب