فبروري 27, 2021

د کټرينا د خور لومړنی فلم

د باليووډ سېنما د مشهوري اداکاري “کټرينا کيف” د خور “ايسابلي کيف” لومړنی فلم په مارچ مياشت کې ریلېز کېږي.

هندي رسنيو او د سينما مبصر “تران ادراش” خبر ورکړی چې د “ايسابلي کيف” او “سورج پنچولې” فلم چې د “ټايم اف ډانس” په نامه دی، د راتلونکې مارچ مياشتې په ۱۲مه نېټه خپرېږي.

ددې فلم کيسه پر رقص او ډانس راګرځي ،فلم پوهانو د کټرينا د خور رول ستايلی او ويلي يې دي چې اسابلي به په باليووډ کې ښه راتلونکی ولري.

دا د سلمان خان په تشويق او ملاتړ تر باليووډ پوري ورسېده،کيف په هنکانګ کي زېږېدلې ده ، د انګلستان تابعيت لري او ۳۰ کلنه ده.

د ټايم اف ډانس فلم، د “سټانلي مينونو ډي کوسټا” له لوري ډايريکټ کېږي،او د رقص چاري يې د هندي ډانسر او د رقص استاد “ريمو ډيسوزا” د مېرمني “ليزل ډيسوزا” په واسطه مخته وړل کېدلې.

دا فلم د “ټي سيريز” د کمپنۍ لخوا جوړ سويدی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب