افغانستان کې د استملاک چارو او بیا مېشتولو ظرفیت جوړونې طرحه تصویب شوه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

راپور: بشر درویش
د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ، پرون له غرمې مخکې په ارګ کې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.
ارګ یوه خبرپاڼه کې وايي، د غونډې په پیل کې، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست جواد پیکار خبرې وکړې وې ویل، په تېرو پنځو کلونو کې مو د استملاک چارو او د بیا مېشتولو ظرفیت جوړولو په طرحې کار کړی دی، د هغه ستراتېژي مو ترتیب کړې او په تېرو دوو کلونو کې وتوانېدو د هغه قوانین، مقررات او تشکیلاتي جوړښتونه جوړ کړو، ترڅو د ځمکو د متقاضیانو او دولت ترمنځ یوه اړیکه رامنځته شي.

د طرحې په اړه معلومات

وروسته د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ځمکولۍ معین ګل رحمان توتاخېل، یاده طرحه غونډې ته وړاندې کړه او د استملاک پروسې د عمده فعالیتونو، د استملاک حکومتولۍ، ظرفیت جوړونې، اړتیا وړ بودجې، د اړوندو ادارو همغږۍ، د استملاک تطبیقي پلان، بیا مېشتولو او د ادارې د تشکیلاتي جوړښت په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه پرون ترسره شوې

هغه زیاته کړه:

«موږ د استملاک پروسې هره برخه په قانوني ډول بشپړه کړې او د هغې د ستونزو د لمنځه وړو لپاره مو کار کړی دی، ځکه استملاک د حقوقي، تخنیکي او ټولنیزو پروسو له نظره یوه پېچلې پروسه ده.»

توتاخېل وویل، په یاده طرحه کې محدودیتونه واضح دي او د حللارو وړاندوینه هم شوې ده، ترڅو پروژې په ټاکلي وخت تطبیق شي.

د ادارې اړتیاوې

ارګ زیاتوي؛ د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش خبرې وکړې وې ویل، په تېرو پنځو کلونو کې د ځمکو په برخه کې پام وړ پرمختګونه لرو. په دې برخه کې قوانین اصلاح شوي، مقررات او تشکیلات جوړ شوي، خو د تطبیق په برخه کې باید لا زیات کارونه ترسره شي.
هغه زیاته کړه:

«د استملاک ادارې ته باید صلاحیت، تشکیل او کافي بودجه ورکړل شي او همداراز د دې ادارې لپاره باید یوه مقرره او د دندو لایحه هم ترتیب شي او د تصویب لپاره دې کابینې ته وړاندې کړي.»

دې ناسته کې د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړي استازي محمد یوسف غضنفر وویل، بیه معلومول په استملاک کې یوه عمده ستونزه ده او د پروژو تر تطبیق وړاندې باید ځمکه او د هغې قېمت مشخص شي.

د خلکو ګټې او سهم ته پام

جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې وویل، اصلي ستونزه په استملاک کې نه ده، بلکې په تفصیلي ډيزاین کې ده او باید ټولې لویې ملي پروژې د اقتصاد عالي شورا کې تائید شي.
ښاغلي وویل:

«په هره لویه ملي پروژه کې باید د خلکو ګټه او سهم په نظر کې ونیول شي او همداراز د هرې پروژې واضح طبقه بندي دې موجوده وي.»

هغه زیاته کړه، په استملاک کې باید کیفیت ته پر کمیت ترجیح ورکړل شي. تخنیکي ظرفیت مهم دی، د دې لپاره چې ملي پروژې لازم تفصیلي ظرفیت نه لري.
ولسمشر غني د دې په بیانولو سره چې هره ملي پروژه لکه د سړک جوړونو، بندونو او برېښنا په څېر باید نمونه یي پلان ولري وویل:

«اړتیا ده چې د پروژې تر پیل وړاندې د استملاک قېمت معلوم شي او په دې برخه کې کېدای شي د پوهنتونونو د محصلینو له مهارتونو څخه استفاده وشي.»

هغه زیاته کړه؛ موږ باید د ملي پروژو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړو، ترڅو خلک د دې پروژو او ماسټر پلانونو په اړه چې د ښارونو لپاره برابرېږي او تطبیقېږي، معلومات ولري.

ولسمشر غني دې ناسته کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی و – ارګ

د کلیو شوراګانو سره تړل

جمهوررئیس څرګنده کړه، د ځمکې د قېمت ټاکلو، د هغه د طبقه بندۍ او د زیانمنو او ګټه اخیستونکو کسانو لپاره یو دستورالعمل ته اړتیا ده او د کلیو شوراګانې باید له یو بل سره وتړل وشي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل:

«په هره پروژه کې باید د ځمکو د استملاک مسئله وسنجول شي او همداراز د ټکنالوژۍ نوعیت، قېمت، دولتي املاک او په هغه کې د ټولنیز پیوستون ډول معلوم شي.»

ارګ ویلي؛ تر هر اړخیزو بحثونو وروسته، د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې، د استملاک چارو او د بیا مېشتولو ظرفیت جوړولو طرحه تصویب کړه.