مارچ 2, 2021

فلسطینیان پرې خفه دي؛ د اسرائیل لومړنۍ تاریخي الوتنه د سعودي له فضا تېره شوه

د امریکا د ولسمشر زوم او سلاکار د اسرایلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره یو ځای په هغه الوتکه کې سپاره وو چې له تل ابیب څخه متحده عربي اماراتو ته یې لومړنۍ تاریخي الوتنه وکړه. دوی د هغه تاریخي تړون د نهايي کولو لپاره اماراتو ته ولاړل چې د خلیج له پیاوړي هیوادونو سره د اسرایلو اړیکې عادي کوي.
دې پلاوي په ابوظبۍ کې د رسمي خبرو تر پیل مخکې د ملکي هوايي چلند په برخه کې تاریخ جوړ کړ ځکه دا لومړنۍ تجارتي اسرایلي الوتکه وه چې له تل ابییب څخه ابوظبۍ ته په مستقیمه توګه د سعودي عربستان پر خاوره د الوتنې اجازه ورکړل شوه.
د اسرایل صدراعظم بینیامین نتنیاهو پر خپل ټویټر ولیکل ” سوله داسې ښکاري.”
د عربي متحده اماراتو او اسرایلو ترمنځ د اړیکو په عادي کیدو کې عربي اماراتو اسرایلو ته د هغو مځکو د بیرته پرېښودو شرط نه دی ایښي چې اسرایلو د 1967 کال په جګړه کې له عربو لاندې کړي دي.
د اسرایلو او عربي متحده اماراتو ترمنځ د اړیکو د نورمالیدو اعلان د اګست په 13مه نیټه وشو، خو دا لومړی ځل دی چې د دواړو هیوادونو مشران له یو بل سره په دې بڼه پای وازۍ کوي.
ویل کیږي چې په سیمه کې د ایراني اخوندانو د پراخیدونکې اغیز ویرې د خلیج بډای عربان اړه کړل چې اسرایلو ته غیږ پرانیزي.
فلسطینیان وايي، د متحده عربي اماراتو او سعودي وروستیو پریکړو خواشیني کړي او اندېښمن دي چې دا به د عربانو هغه دریځ کمزوری کړي چې له اسرایلو غواړي، د اړیکو د نورماله کیدو په بدل کې دې له اشغال شویو سیمو ووځي او د فلسطین موجودیت دې په رسمیت وپیژني.
عربي متحده اماراتو په دې سفر کې د امریکايي هییت مشري د ټرمپ زوم او سلاکار جاریډ کوشنر چې خپله هم یهودي دی او د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ او براین کوي. د اسرایلو د هییت مشري بیا د اسرایلو د ملي امنیت سلاکار کوي.
ویل کیږي چې دا اسرایلي پلاوی به د عربي متحدو ایالتونو له مشرانو سره د سوداګرۍ او سیاحت په چارو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي. ټاکل شوې ده چې د اسرایلو د دفاع وزارت استازي به جلا ابوظبۍ ته سفر وکړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




راشدخان: د یوه قوي ټیم درلودلو لپاره اړتیا ده، زیاتې ټیسټ لوبې وکړو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي     د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ... نور ولولئ