د کرکټ نړیوالې شورا د جولای میاشت کې اعلان وکړي، چې د جولای په ۳۰ مه نېټه یې د انګلستان او ایرلېنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو په لړۍ د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام سوپر لیګ لوبې پیل کړې.
په دې لوبو کې د نېدرلېنډ په ګډون ۱۳ لوبډلې شاملې دي، چې د افغانستان په ګډون ۱۲ لوبډلو پکې بشپړ غړیتوب لرونکې او پاتې یوه لوبډله بیا دویمه درجه هېوادونو څخه ده.
افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، انګلستان، سویلي افریقا، ویسټ انډیز، ایرلېنډ، زِمبابوې او نېدرلېنډ د کرکټ نړیوالې شورا په سوپرلیګ پړاو لوبوکې شاملې لوبډلې دي.
دا چې افغانستان په یو ورځنیو لوبو کې لسمه لوبډله ده؛ نو د روان سوپر لیګ لوبو په لړ کې له لویو لوبډلو سره مخ کېږي.
ایرلېنډ لپاره د سوپر لیګ په لومړیو درې لوبو کې ستونزې جوړې کړې او دوه لوبې انګلستان په لومړي سر کې په لوړ توپیر وګټلې.
که زِمبابوې لوبې وګټي، افغانستان او ایرلېنډ لوبې وبایلي؛ نو د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې پر افغان او ایرلېنډ لوبډله پوره منفي اغېز پرېباسي او وروسته کېږي.
افغان لوبډله به تر ۲۰۲۳ م کال پورې ترڅو چې نړیوال جام پېلېږي، له اسټرالیا، پاکستان، نیوزیلېنډ، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا، ویسټ انډیز او سویلي افریقا سره لوبې لري.
افغان لوبډله له دغو ټولو لوبډلو په درجه بندۍ کې هم وروسته ده او د کرکټ په تخنیک کې هم ترې کمزورې ده.
نو له دغو لوبډلو که افغان لوبډله او ایرلېنډ دواړه ماتې وخوري، نو درجه بندۍ کې پر افغان او ایرلېنډۍ لوبډلې پوره اغېز کوي او وروسته کېږي.
د افغان لوبډلې لپاره حللاره
که افغان کرکټ لوبډله غواړي، چې ۲۰۲۳ م کال نړیوال جام پورې ښه پرمخ لاړه شي، باید له ایرلېنډ، زِمبابوې او نېدرلېنډ څخه په نړیوال کرکټ کې ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.
که افغان لوبډله لوبې بایلي هم، باید د ایرلېنډ او زِمبابوې په پرتله یې په کم توپیر وبایلي.
که په لوړ توپیر لوبې وبایلي، نو د زِمبابوې او ایرلېنډ نومرې پرې هم پورته کېږي او بیا افغان لوبډله لا شا تګ کوي.
د کرکټ نړیوالې شورا سوپر لیګ پړاو لوبو وروسته د غوراوي جام لوبې هم د ۲۰۲۳ م کال نړیوال جام څخه وړاندې ترسره کېږي.
چې دې لوبوکې د افغان لوبډلې پوره احتمال شته، چې لوبېږي به او که ښه وځلېږي، نو نړیوال جام ته به لار پېداکړي.
د سوپرلیګ پړاو لوبو څخه یواځې اووه لوبډلې په مستقیم ډول د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته لار پېداکوي او پاتې ۹ لوبډلې به د غوراوي په ترڅ کې نړیوال جام ته ځي.
افغان لوبډلې د ۲۰۱۸ م کال په وروستیو میاشتو په زِمبابوې کې د غوراوي جام لوبې ولوبولې او پایلوبه کې یې ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو سره اتلولي واخېسته او هم یې د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام ته هم لاره پېدا کړه.
خو نړیوال جام کې دې لوبډلې ټولې ۹ لوبې وبایللې.
که افغان لوبډله په سوپرلیګ پړاو کې ښه موقف غواړي حد اقل باید بنګله دېش، سریلانکا، ایرلېنډ، زِمبابوې او ویسټ انډیز ته ماتې ورکړي.