سپورټ کرکټ

کرکټ: قرنطین کې ایرلینډ د لوبو تر ټولو زیات تاوان وکړ

د کورونا ناروغۍ له امله د نړۍ د زیاتو کرکټ ملي لوبډلو برابرې شوې لوبې لغوه شوې، چې تر ټولو زیاتې لوبې پکې د ایرلینډ لوبډلې وې او د لوبغاړو او مینه‌والو هیلې یې په سیند لاهو شوې.

په دې موده کې د ایرلینډ لوبډلې ۱۲ شل اوریزې او ۹ پنځوس اوریزې لوبې کېنسل شوې دي.

ایرلینډ لوبډلې د روان ۲۰۲۰ په مارچ میاشت کې له زمبابوې سره د درې شل اوریزو او درې پنځوس اوریزو لوبو لړۍ درلوده، خو لوبې د کورونا ناروغۍ د خپرېدلو مخنیوي له امله کېنسل شوې.

ایرلینډ په مې میاشت کې له بنګله‌دېش سره د څلور شل اوریزو او درې پنځوس اوریزو لوبو د ترسره کولو پلان درلود، خو د کورونا له امله یې لوبې لغوه شوې. په جون میاشت کې ټاکل شوې وه، ایرلېنډ له نیوزېلېنډ سره درې شل اوریزې او درې پنځوس اوریزې لوبې وکړي، خو ونشوې او لوبې کېنسل شوې.

همدارنګه ایرلېنډ لوبډلې جولای میاشت کې له پاکستان سره هم د دوو شل اوریزو لوبو د ترسره کولو پلان درلود، خو لوبې یې د کرونا وبا له امله ترسره نه شوې. د قرنطین له امله د نیوزېلېنډ او استرالیا ترمنځ د درې شل اوریزو او دوه پنځوس اوریزو لوبو لړۍ هم ترسره نه شوه.   د نمیبا او نېدرلېنډ ترمنځ درې شل اوریزې او درې پنځوس اوریزې لوبې هم کېنسل شوې. سکاټلېنډ او نیوزېلېنډ هم یوه شل اوریزه او یوه پنځوس اوریزه لوبه پلان کې درلوده.

نیوزېلېنډ له نېدرلېنډ سره هم یوه شل اوریزه لوبه درلوده.

د سکاټلېنډ له استرالیا سره یوه شل اوریزه لوبه لغوه شوه.

د اسیا اېلیون او نړۍ اېلیون لوبډلو ترمنځ هم دوه شل اوریزې لوبې پلان شوې وې.

د هند او سویلي افریقا ترمنځ هم دوه ۵۰ اوریزې لوبې کېنسل شوې.

د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ په کراچۍ لوبغالي کې هم یوه ۵۰ اوریزه لوبه پله شوې وه.

د سکاټلېنډ، USA او UAE ترمنځ درې اړخیز سیریز هم ترسره نه شو.

نېدرلېنډ او پاکستان هم درې ۵۰ اوریزې لوبې ترسره کولې خو د قرنطین له امله کېنسل شوې.

همدارنګه د سریلانکا او انګلستان ترمنځ دوه، د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ یوه او د بنګله دېش او استرالیا ترمنځ دوه ټېسټ لوبې هم کېنسل شوې.   په ټوله کې د کرونا ناروغۍ مخنیوي په موخه د قرنطین له امله ۲۳ شل اوریزې نړیوالې، ۲۷ پنځوس اوریزې او پنځه ټېسټ لوبې کېنسل شوي، چې په دغې موده کې افغان لوبډلې ته هېڅ کومه لوبه پلان کې نه وه نیول شوې.

له اوږد قرنطین وروسته نړیوال کرکټ د جولای میاشتې په اتمه نېټه انګلستان کې د ویسټ انډیز او انګلستان په ټېسټ لوبو پیل شو.

چې دواړو لوبډلې درې ټېسټ لوبې وکړې او لوبلړۍ دوه پر یوه کوربه انګلستان وګټله.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ