د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کیڼ لاسي چټک مسلمان توپ اچوونکي عرفان پټان له سټار سپورټ تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، که د ۲۰۱۹ ز کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د هند کرکټ لوبډلې څلورم نمبر هیټر توپ وهونکی درلودای؛ نو هندوستان د دویم ځل لپاره نړیوال پنځوس اووريز کرکټ جام خپلاوه.
عرفان پټان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د هندوستان کرکټ د ۲۰۱۹ ز کال نړیوال پنځوس اووریز جام نیمه پایلوبه کې د نیوزیلېنډ لخوا ماته شوه او له هغه وخت څخه تر دې دمه ایم ایس ډوني تر انتقادونو لاندې دی او لوبډله کې نه دی اخېستل شوی.
ډوني چې لوبډله د یو فېنېشر په توګه اخېستل شوی و، ونه توانېد چې لوبډله بري ته ورسوي او هند پایلوبې ته ولاړ شي.
اوس عرفان پټان وایي چې د هندوستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې له وړاندې پلان نه و جوړ کړی، چې د څلورم مقام یا څلورم نمبر توپ وهونکی ولري.
او د منظم پلان نشتون نړیوال جام ګټل هم پاتې کړل.
هغه وایي باید له لومړي سره ټولې سرچینې او انتخابونه جوت شوي وای، د نړیوال لپاره خنډونه او ستونزې باید په نښه شوي وای او د حل لپاره یې کار شوی وای.
هغه زیاتوي که نړیوال جام کې د هند لپاره څلورم نمبر توپ وهونکی وړ وای، نو نړیوال پنځوس اوریز جام هند ګټلو.
د نړیوال جام څخه وروسته د ډوني د وېکټ ساتنې او په بریا د لوبې ختمولو یا فېنېشر دنده ځوان توپ وهونکي رېشاب پنټ ته ورکړل شوې، خو ده هم تر اوسه د ډوني رول لوبولو ځان په بشپړه توګه نه دی ثابت کړی.
هندوستان او درې اتلولۍ
۲۰۰۷ ز کې هندوستان نړیوال شل اوریز جام وګاټه، ۲۰۱۱ ز کې یې پنځوس اوریز نړیوال جام خپل کړ او ۲۰۱۳ ز کې یې قهرمانۍ جام ګټلی دی.
که ۲۰۱۹ ز کې نړیوال جام هند ګټلی وای؛ دا به د ویرات کولي په لوبډلمشرۍ کې لومړی نړیوال جام وای، چې ګټلی به یې وای.