د ایرلېنډ کرکټ بورډ د سکاټلېنډ پر وړاندې لوبو ته ښځينه لوبډله اعلان کړه

د روانې میاشتې په ۲۳ مه د ایرلېنډ او سکاټلېنډ ښځينه لوبډلې په څلورو شل اوریزو لوبو کې مخ کېږي او د مې تر ۲۷ مې به دوام وکړي.

دواړو لوبډلو له دې وړاندې ۱۴ شل اوریزې لوبې کړي، چې یوولس ایرلېنډ، دوه سکاټلېنډ ګټلي او یوه لوبه بې پایلې شوې ده.

دا لوبې د ایرلېنډ په کوربتوب ترسره کېږي او ایرلېنډ ورته سر له اوسه د پنځلس لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د ایرلېنډ کرکټ بورډ ویلي دي، چې هیله ده دا ځوانه لوبډله د ښځينه وو نړیوال شل اوریز جام ته غوراوی وکړي.

د لوبډلې مشر روزونکي اېډ جایس وایي:

 « دا ډېره غوره ده چې دا لوبغاړي په دې لوبلړۍ کې خپل ځواک څرګند کړي، ټول لوبغاړي باید دا وانګېري، چې موږ ټول د نړیوال جام لپاره هلې ځلې پیل کړي دي او له نړیوال جام وړاندې د غوراوي جام سیالۍ هم شته؛ دا ځوانه لوبډله باید خپله وړتیا ښکاره کړي».

د ایرلېنډ لوبډله

لورا ډیلاني لوبډلمشره، اوا کېنېنګ، راچېل ډیلاني، جورجینا ډېمپسي، امي هنټر، شاونا کواناګ، ګېبي لیویس، جېن مېګوایر، لارا مارټېز، کارا موری، لي پال، اورلا پرېنډرګاسټ، سیلیسېټ راک، جیني سپارو او ریبېکا سټاکل.

د ښځینه وو کوالیفای جام لوبې

د انجونو غورواي جام سیالۍ د ډېسمبر په میاشت کې په سریلانکا کې پیلیږي.

په دې لوبو کې لوبېدونکې درې غوره او ګټونکې لوبډلې به د ۲۰۲۲ کال نړیوال پنځوس اوریزجام ته غوراوی کوي.

په ښځینه وو نړیوال جام کې هند، بنګله دېش، پاکستان، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، سریلانکا، انګلستان، ویسټ انډیز او د افریقا لوبډلې مخکښې دي.

خو د برموډا، امریکا، ایرلېنډ، سکاټلېنډ، پاپوا نیوګیني، تایلېنډ، زِمبابوې، نېدرلېنډ او جاپان لوبډلې هم  کوالیفای لوبو کې برخه اخلي.

د ښځینه وو نړیوال پنځوس اوریز جام

د ښځينه وو نړیوال پنځوس اوریز جام په ۲۰۲۲ کې په نیوزیلېنډ کې د مارچ په څلورمه پیلیږي او د اپرېل تر درېیمې پورې دوام کوي.

د ښځينه نړیوال پنځوس اوریز جامونه په ۲۰۰۳ کې تاسیس شوي دي.

۲۰۰۳ کې یاد جام په نېدرلېنډ کې ترسره شو، چې اتلولي یې په نومرو یا پواینټونو ایرلېنډ ترلاسه کړه او ویسټ انډیز بهر شو.

د ایرلېنډ نومرې لس وې او د ویسټ انډیز اته وې، نو د باران له امله پایلوبه ونه شوه او ګټونکې لوبډله ایرلېنډ اعلان شوه.

۲۰۰۸ کې په افریقا کې ترسره شو، چې اتلولي یې پاکستان وګټله او سویلي افریقا ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه.

۲۰۱۱ کې یاد جام بنګله دېش کې ترسره شو، چې اتلولي یې ویسټ انډیز وګټله او پایلوبه کې یې پاکستان ته ماته ورکړه.

۲۰۱۷ کې نړیوال پنځوس اوریز جام په سریلانکا کې ترسره شو، چې اتلولي یې هند وګټله او افریقا ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه.

راتلونکی کال یې پنځم پړاو په نیوزیلېنډ کې ترسره کېږي.

 

وروستي مطالب