Advertisements
سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

په هند کې د افغانستان او ایرلنډ لوبې

افغان کرکټ بورډ به له ایرلنډ سره د یوې میاشتنۍ لوبلړۍ کوربه وي، ټاکل شوې چې په دې لوبلړۍ (سیریز) کې دواړه هیوادونه ۳ شل اوریزې، ۵ یو ورځنۍ او یوه ټیسټ لوبه ترسره کړي، په پام کې ده چې دا لوبلړۍ د ۲۰۱۹ م کال د فبرورۍ له ۲۱ مې نیټې څخه د مارچ تر ۱۹ نیټې د هند دېراډون ښار په راجیف ګاندي نړیوال کرکټ لوبغالي کې تر سره شي.

تر هغې راوروسته چې افغانستان او ایرلنډ په ۲۰۱۷ م کال کې د کرکټ له نړیوالې شورا سره ټیسټ کرکټ اجازه تر لاسه کړه، دا د دغو دوو لوبډلو ترمنځ چې نوی، نوی یې بشپړ غړیتوب تر لاسه کړی لومړۍ ټیسټ لوبه ده، دا په داسې حال کې ده چې افغانستان خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه له هند او ایرلنډ له پاکستان سره تر سره کړې وه.

د ایرلنډ لوبډله به د فبرورۍ پر ۱۸ مه نیټه هند ته راشي.

د افغانستان او ایرلېنډ د لوبو مهالوېش کې درې شل اوریزې، پنځه یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه شامله ده.

لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه- د ۲۰۱۹ م کال د فبرورۍ په ۲۱مه نیټه، دویمه ۲۰ اوریزه لوبه- د فبرورۍ په ۲۳ مه نیټه او دریمه ۲۰ اوریزه لوبه- د فبرورۍ په ۲۴ مه نیټه ترسره کېږي.

د یو ورځنیو لوبو مهالوېش کې بیا پنځه یو ورځنۍ لوبې شاملې دي، چې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه- د ۲۰۱۹ م کال د فبرورۍ په ۲۸ مه نیټه، دویمه یو ورځنۍ لوبه- د مارچ په ۲ یمه نیټه، دریمه یو ورځنۍ لوبه- د مارچ په ۵ مه نیټه، څلورمه یو ورځنۍ لوبه- د مارچ په ۸ مه نیټه او پنځمه یو ورځنۍ لوبه- د د مارچ په ۱۰ مه نیټه ترسره کېږي او یواځینۍ ټیسټ لوبه – د ۲۰۱۹ م کال د مارچ له ۱۵ مې تر ۱۹ نیټې پورې تر سره کېږي.

همدا رازد ایرلنډ د کرکټ ادارې ( کرکټ ایرلنډ ) اجراییه مشر وارن ډیوټرم وویل: ( د دواړو هیوادونو ددې سیریز اهمیت ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي نو دا مهمه وه چې د لوبغاړو د شرایطو په پام کې نیولو سره مینوال ددوه غوره لوبډلو لوبې له لاسه ورنه کړي، زه هیله لرم چې د لوبو د وخت دا لږ بدلون به د مینوالو د سفر پر چمتووالي اغیز ونه کړي، موږ د یو ښه سیریز هیله لرو چې په بهر کې د ایرلنډ لومړۍ ټیسټ لوبه هم په کې راځي.

افغانستان اوسمهال د کرکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ له مخه په شل اوریزو لوبو کې اتم او په یو ورځنیو سیالیو لسم ځای لري په داسې حال کې چې ایرلنډ په ۲۰ اوریزو لوبو کې ۱۷م او په یو ورځنیو لوبو کې ۱۲م مقام لري، ددواړو لوبډلو موخه به دا وي چې په درجه بندۍ کې مخکې لاړ شي او ارزښتناک پواینټونه واخلي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی