هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

افغانان او عراقیان امریکا ته د کډوالو پر ورتګ د ټرمپ د بندیز لومړني قربانیان

یو عراقی او یو افغان ژباړن د ډونالډ ټرمپ پر کډوالو د بندیز لومړني دوه قربانیان وو چې د امریکا پر هوايي ډګرونو وړمه ورځ نیول شوي وو او نژدې څلورویشت ساعتونه یې توقیف کې تیر کړل.

افغان حمید خالد درویش او عراقی سمیر عبدالخالق الشاوي، د جمعې په ورځ په نیویارک کې د جان ایف کینیډي پر هوايي ډګر امریکا ته په قانوني اسنادو له رسیدو سره سم ونیول شول.

دوی دواړو په عراق او افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه مرسته کړې وه.

هافینګڼ پوسټ ورځپاڼه د درویش د یو پخواني همکار له خولې وايي، چې نوموړي لس کاله په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار کړی.

د جمعې په ورځ د درویش میرمن او ماشومانو ته امریکا ته له هوايي ډګره د تیریدو اجازه ورکړل شوې وه، خو نوموړی د شنبې تر ورځې بندي و.

نوموړې تر خوشي کیدو وروسته خبریالانو ته وویل، په څو خونو کې د جمعې د ورځې راهیسې بند ساتل شوی او ساعتونه ساعتونه ترې پوښتنې ګرویږنې شوې دي.

د عراقي الشاوي کورنۍ بیا لا د مخه امریکا کې وه او نوموړي غوښتل ورسره یوځای شي. نوموړې د شنبې په شپه خوشې شو.

د دواړو وکیلانو ویلي چې د جمعې په ماسخوتن دوی ته اجازه ورنه کړل شوه چې خپلوبندي موکلینو سره وګوري.
د امریکا په لویدیځ ساحل کې هم دغلته د ورتلونکو افغانانو او نورو هغو چې د کډوالو په ویزه دغلته ورتلل، وضیعت ښه نه و. دغلته هم یو افغان ژباړن د سن فرانسیسکو پر هوايي ډګر د جمعې په ورځ نیول شوی و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ یو امر لاسلیک کړ چې له مخې یې دې هیواد ته په ورتلونکو کډوالو له یوې مخې د څلور میاشتو لپاره بندیز لګیدلی، همدارنګه د سوریې، ایران، لبیا، سومالیا، یمن، عراق او سوډان په شمول د اوو هیوادونو څخه امریکا ته ګرد سره د خلکو په ورتګ هغه که ویزه هم ولري پابندي لګیدلي ده .

په دې اړه تفصیل دې لینک کې لوستلی شئ .

د نیویارک د ختیځې ناحیي سیمه ایز قاضي ان ډونلي د امریکا د مدني ازادیو د ټولنې او د بشري حقونو د ځینو ډلو له شکایت وروسته، په دې اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکم ځینې برخې وځنډولې. وروسته په ویرجینیا کې هم یو قاضي ورته پریکړه وکړه.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */