سیاست نړۍ

د هند او ایران اړیکې؛ د امریکا د نویو بندیزیونو تاثیرات

لیکنه: ياران

لیکنه: جمیل وقار

امریکا په ایران د بندیزیونو په دوام د تېرې چهارشنبې په ورځ د اپریل په څلورویشتمه نېټه یو لړ نور بندیزیونه اعلان کړل، ترڅو یې د تېلو د صادراتو کچه صفر ته را ټيټه کړي. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه خبرې ناسته کې وویل، چې جاپان، جنوبي کوریا، یونان، ایټالیا، تایوان او یو شمېر نورو هېوادونو وار له مخه له ایرانه خپل د تېلو صاداراتو بند کړي. د دې اعلان مهال وېش د راتلونکي میاشتې تر دویمې نېټې ښودل شوی.

ایران چې د تېلو د صادراتو له اړخه د کال شاوخوا ۵۰ میلیارده ډالر په لاس راوړي، په کلني ډول د امریکا متحده ایالتونو د نوامبر تر بندیزیونو وړاندې د ورځي دوه میلیونه بیلره تېل صادرول. مایک پمپیو د نویو بندیزیونو د اعلان په غونډه کې وویل چې اوس دا کچه زر میلیونه بیلرو ته را ټيټه شوې او تر راتلونکو شپږو میاشتو به یې صادرات صفر ته ټيټ شي.

په دې لیکنه کې لومړی د امریکا او ایران د اړیکو په شالید، په ایران د بندیزیونو په موخو، د نویو بندیزیونو په تاثیراتو، د دې بندیزونو د پلي کېدو په وړاندې په ممکنه خنډونو او په دویمه برخه کې د هند او ایران په اړیکو او د نویو بندیزیونو په لړ کې د هند په زیانونو غږېږو.

د ایران او امریکا د اړیکو شالید
ایران او امریکا په تېر کې ستراتژیک ملګري پاتې شوي، د شلمې پېړۍ تر اتمې لسیزې پورې دا هېواد په سیمه کې د امریکا تر ټولو نیږدې او همکار هېواد و، تر دې چې په ۱۹۵۰ کال کې د متحده ایالتونو په مرسته رضا شاه پهلوي د یورانیمو د غني کولو پروګرام پیل او امریکا یې په تجهیزاتي او تخنیکي برخو کې همکاري درلوده. د اټومي انرژي کارونه لا په مقدماتي پړاونو کې و، چې ایران کې د نفتو د ملي کېدو بحث را پورته شو او د دې طرحې وړاندې کوونکی د وخت لومړی وزیر ډاکټر مصدق و، چې په ۱۹۵۳ کال کې د بریتانوي او امریکايي استخباراتو په مرسته د رضا شاه پهلوي له لوري پوځ کودتا پرې وکړه، مصدق یې له واک څخه لرې او قدرت په مستقیم ډول شاه په واک کې واخیست.

له هغه وروسته د امریکا او ایران اړیکې نورې هم نیږدې شوې. په ۱۹۷۹ کال کې د امام خمیني په مشري ایرانیانو د شاه په ضد اسلامي انقلاب وکړ او په پایله کې شاه له واک څخه لرې او مصر ته وتښتيد. ایراني زده کوونکو په تهران کې د امریکا سفارت ۵۲ ډيپلوماټان د ۴۴۴ ورځو لپاره یرغمل نیولي و او د سفارت ځینې برخې یې وسوزولې. د وخت امریکايي ولسمشر جیمي کارتر په ۱۹۸۰ کال کې له ایران سره ټولې ډيپلوماټیکي اړیکې پرې او سفارت یې وتړل. دری کاله وروسته د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې نورې هم خرابې او امریکا په ایران تور ولګول، چې په ناقانونه ډول یورانیم غني کوي او په دې لړ کې په دې هېواد سخت اقتصادي بندیزونه ولګول. د ایران عراق له جګړې وروسته په ۱۹۸۸ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي راکړه بیرته پیل شوه، خو واک ته د بیل کلنټن له رسیدو سره سم یو ځل بیا په دې هېواد اقتصادي بندیزونه ولګېدل. په ۲۰۰۰ کال کې امریکا د ایران د اټومي تاسیساتو او یورانیمو د غني کولو څخه د نظارت لپاره دې هېواد ته یو هئیت ولېږل او د هئیت د ارزونو له مخې ایران د ناقانونه او مشکوکو فعالیتونو په ترسره کولو تورن شو. په ۲۰۱۰ کال کې ایران په بې ساري ډول د یورانیمو د غني کولو پروسه پراخه او پورته کړه او امریکا یې هم په ځواب کې په دې هېواد درانه تحریمات وضع کړل. په ۲۰۱۳ کال کې امریکا، چین، بریتانیا، روسیې، فرانسې او جرمني د ایران د اټومي فعالیتونو د مخنیوي په موخه له دې هېواد سره موقتي تړون او په ۲۰۱۵ کې په ټولو مواردو موافقې ته ورسېدل او په وروستي تړون یې هم هوکړه وکړه.

ولسمشر ټرمپ چې کله واک په لاس کې واخیست، شاوخوا یو کال وروسته یې د ۲۰۱۷ په جولای کې له ایران سره د اوباما ادارې تړون لغوه او په دې هېواد یې نوي بندیزیونه وضع کړل. د ټرمپ په خبره له ایران سره شوی تړون منصافانه نه دی او تر ډېره د امریکا په زیان دی. په تېر نوامبر کې نوموړي په ایران د هر اړخیزو بندیزونو اعلان وکړ او له دې سره سم امریکا ټولو هغو هېوادونو ته خبردار ورکړی چې له ایران سره راکړه ورکړه لري، ترڅو له دې هېواد سره سوداګریزې اړیکې پرې کړي. د ولسمشر ټرمپ ادارې نه یوازې د ایران په نفتو تمرکز کړی، بلکې د دې هېواد لوی شرکتونه او بانکونه یې د تروریزم د ملاتړ په تور لیست کې واچول او څو ورځې وړاندې د سپاه پاسداران نظامي ځواک هم دې لیست ته ور اضافه کړ.

د نویو بندیزیونو د اعلان په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، چې د ایران د تېلو د تولید کچه یې له ۲ میلیونه بیلرو ۱ میلیون بیلرو ته را ټيټه کړي او په راتونکي شپږو میاشتو کې به دا کچه صفر ته را ټيټوي. د ده په خبره هغه هېوادونه چې له ایران سره راکړه ورکړه لري، د مې میاشتې تر دویمې نېټې وخت لري، ترڅو له ایران سره د نفتو کاروبار بند کړي.

په ایران د بندیزونو موخې
ظاهراً داسې ښکاري چې امریکا په ایران د اټومي تاسیساتو او یورانیمو د غني کولو په موخه بندیزونه لګوي، خو تر ډېره مسله په دې کې نه راخلاصه کېږي. کله چې په ایران کې رضاه شاه پهلوي په واک کې و او له امریکا سره یې نیږدې اړیکې درلودې، خپله امریکایانو په ایراني اړخ کې د یورانیمو د غني کولو انګېزه را پیدا او بلاخره د لومړۍ بټۍ د جوړېدو چارې هم د امریکا په تجهیزاتي او تخینکي مرسته پیل کړې، خو د اسلامي انقلاب له رامنځ ته کېدو سره نه یوازې د امریکا او ایران دا کار په نیمايي کې پاتې شو، په ټوله کې ستراتژیکه ملګرتیا له بېخه ونړېده. په دې هېواد د امریکا بندیزیونه که څه هم بله بڼه لري، خو کیسه هماغه د انقلاب تاثیراتو او په پایله کې په سیمه کې د امریکا د ګټو خلاف رژیم ته ور ګرځي.

د اسلامي انقلاب له رامنځ ته کېدو سره ایران په سیمه کې خپلې رېښې پراخې کړې، شعیه محوره سیاست یې را په مخه کړی او په سیمه کې ډېر کله مستقیماً د امریکا او د امریکا د متحدینو په وړاندې د مخالفت او ورانکارۍ جبهه خلاصه کړي. په وروستیو څو کلونو کې په منځني ختیځ کې د ایران لاسوهني، د اسرایلو په ضد کلک مخالفت او د سعودي او ایران ایډيالوژیک او سیاسي مخالفتونه هغه عوامل دي، چې امریکا په دې هېواد یو وار بیا بندیزیونه ولګوي.

د بندیزیونو په وړاندې ممکنه خنډونه
ایران نن سبا له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دا وضعیت ورځ تر بلې مخ په ځوړ روان دی. د متحده ایالتونو له نویو بندیزیونو سره به طبعاً وضعیت نور هم خراب شي اما د دې بندیزیونو پر وړاندې یو لړ خنډونه هم دي، چې امریکا به یې هغسې تطبیق نشي کړای، څومره چې تمه ترې کېږي.

ایران ګواښ کړی، که چیري امریکا په دې هېواد نوې بندیزیونه ولګوي، دوی به یې په غبرګون کې هورموز تنګی وتړي. هورموز تنګی چې عمان سمندر له فارس خلیج سره نښلوي، د درجه بندي له اړخه د نړۍ دویمه بیروباري لار ده او د ورځې شاوخوا ۱۷ میلیونه بوشکې تېل ترې تېرېږي. که څه هم ایران په تېر کې په ځلونو داسې ګواښونه کړي، خو امریکا یې تل په غبرګون کې د نظامي ځواک څخه د کار اخیستو مسله را پورته کړي. د ایرانیانو په خبره د دې تنګي په سر هیڅ نړیوال توافق نشته، چې د بل هېواد له لورې له ایران سره د داسې کېدونکي چلند په صورت کې ایران نشي کولای دا تنګی وتړي، خو نړیواله ټولنه دا ازاده تجارتي لار ګڼي او په دې برخه کې د ایران د موقف مخالفت کړی دی.

د تېلو نړیوال مارکیټ ثبات یو بل لامل دی، چې د ایران د تېلو له کمښت سره به ګډوډ شي. کله چې د ټرمپ ادارې په تېر نوامبر کې په ایران د بندیزیونو اعلان وکړ، له هماغه راهیسې د هر بیلر قیمت ۲۰ ډالر پورته شوی او په وروستیو څو ورځو کې ۳ ډالر نور هم ختلی او دا د چین، هند، اروپايي هېوادونو او ترکیې لپاره چې امریکا د ایران د تېلو د نه مصرف تمه ترې لري بد خبر دی. که څه هم امریکا له سعودي، متحده عرب اماراتو او کویټ سره د تېلو د زیات تولید په اړه خبرې کړي، خو هغوی هم خپل مجبوریتونه لري. سعودي چې د ورځې شاوخوا ۷.۵ میلیونه بیلره تېل تولیدوي، مجبور دی چې دا شمېره شاوخوا ۱۰ میلیونه ته ورسوي. دلته ستونزه لا له وړاندې له روسیې سره د سعودي هوکړه لیکونه دي، چې له مخې سعودي نشي کولای زیات تېل تولید کړي. د دې ترڅنګ لا هم په کانګریس کې د سعودي ژورنالیست جمال خاشقچي قضیه ښکته پورته کېږي او سعودي د امریکا له ممکنه بندیزیونو سره مخ دی.

چین او ترکیه دوه نور هېوادونه دي، چې د ایراني تېلو د نه واردولو له امله امریکا ممکن په اسانه قناعت ورنشي کړای. دې دواړو هېوادونو په تېر او اوس کې د ولسمشر ټرمپ تصمیم غندلی او رد کړی دی. چین که څه هم د نفتو د نړیوال مارکیټ د بې ثباته کېدو په صورت کې د ایران ارزانه نفت اخیستلی شي، خو له هغو بندیزیونو هم په ویره کې دی، چې امریکا به یې په سترو چنايي بانکونو او شرکتونو ولګوي. لا له وړاندې هم امریکا ته په تلونکو چینايي مالونو سختې تعرفې وضع شوي او د راپورونو له مخې دې چارې چین ته په سلګونو میلیارده ډالر تاوان اړولی. د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خبره چین ته د قناعت ورکولو او اقتصادي او سوداګریزو کشمکشونو د را کمولو په سر د چین او امریکا دوه کمېټې کار کوي او که دا کمېټې کومې پایلې ته ورسېږي په راتلونکي میاشت کې به د دواړو هېوادونو مشران په واشنګټن کې سره وویني.

هند له چین وروسته له ایران څخه ډېر تېل واردوي. که څه هم امریکا له دې هېواد سره ژمنه کړي، چې د چابهار په څېر به د هند – ایران یو لړ پروژې د دې بندیزیونو برخه نه وي، خو هند باید له ایران څخه نفتي واردات صفر ته را ټيټ کړي. هند له ایران څخه د له ۲۰۱۸ کال راهیسې تر اوسه پورې شاوخوا ۲۴ میلیونه ټنه تېل وارد کړي او دا د دې هېواد د تېلو د مصرف ۱۰ سلنه جوړوي. اوس چې ایران د امریکا له بندیزیونو سره مخ کېږي او هند مجبوراً دا واردات بند کړي، یو تشویش دادی چې ایا دا بندیزیونه به د هند او ایران په هغو مناسباتو چې منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او افغانستان او روسیې سره د ایران له لارې تامینېږي کوم لور ته بوځي؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران