اقتصاد ټولنیز ژوند ژوند بڼه سیاست طبیعت

د څاګانو کیندنې له لارې ایران ته د افغانستان د اوبو غیر قانوني لېږد 

په ورستيو کې افغان چارواکو د ایران دولت په دې تورن کړی چې له افغانستان یې د سیندونو د اوبو په تړاو شوی تړون مات کړی دی، افغان چارواکي وایي چې ایرانیانو د افغانستان په پوله د هلمند له سیند سره نیژدې ژورې څاګانې کيندلي او هره ورځ په زرګونو میټرو مکعبه اوبه په غیر قانوني اوبه ایران ته لېږدوي.

د سلام ټایمز د راپور پر بنسټ، د نیمروز د ولایتي شورا غړی نعمت الله صديقي وایي، د ایران دولت هر کال میلیونونه میټره مکعبه اوبه له هغو ژورو کوهیو څخه چې د هلمند په سیند کې کیندل شوي دي، را وباسي او په خپلو زېرمو کې یې زېرمه کوي. صدیقي زیاتوي، د ایران حکومت دغه ذخیرې د کانالونو له لارې کرنیزو ځمکو سره نښلولې دي او د هغو سترو کروندو د خړوبولو لپاره چې لوړ کلني حاصلات لري، اوبه چمتو کوي.

هغه د خپلو خبرو په دوام وويل، ایران د سترو واټر پمپونو پر مټ د هلمند سیند اوبو ته د ۲۰۰ کیلو میټره څخه لوړ فشار ورکوي تر څو د ایران زاهدان ته ورسېږي او د زاهدان د ښار د اوبو اړتیاوې پوره کړي.

په ورته وخت کې د فراه د ولایتي شورا ریس دادالله قانع وايي؛ د ایران دولت یوه بل کوهی د پولې بلې ایراني غاړې ته کیندلې ده د کانال د سیستم پر مټ د ایران يو شمېر ښارونو ته د کښت او څښاک اوبه پمپ کوي. قانع وايي، د ایران حکومت تل د خپلو ګاونډيانو سره بد چلند کړی او له تړونونو په سرغړونې یې د خپلو ګاونډیانو پر ګډو حقونو سترګې پټې کړې دي.

ایران باید د اضافي اوبو لګښت ورکړي

د نیمروز د ولایتي شورا مرستیال ګل احمد احمدي وایي؛ که ایران وغواړي د هلمند سیند په تړون له ټاکل شوې اندازې زیاتې اوبه واخلي، نو تهران ته په کار ده چې دغه اوبه له افغانستان څخه وپیري. احمدي زیاتوي د ایران حکومت د افغانستان پولې سره نږدې پنځه کوهي کيندلي او هر یو کوهی د يوه جهیل په څېر دی چې د کښت او څښلو لپاره میلیونونه میټره مکعبه اوبه راکاږي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وايي؛ لسېزې و شوې چې ایران د افغانستان له اوبو څخه په وړيا ډول ګټه اخلي او باید له دې وروسته د وړیا اوبو تمه و نه لري. همدارنګه ایران د کمال خان بند رغونې سخت مخالف دی، ځکه دغه هېواد وېرېږي که د تړون پر بنسټ اوبه ترلاسه کړي، کرنیز محصولات به یې زیانمن شي او یوازې د څښلو اوبه به ولري.

احمدي ټینګار کوي، تهران تراوسه د افغانستان اوبه نه دي جبران کړي، خو وروسته تر دې هر میټر مکعب اوبه چې مصروفوي باید لګښت یې ورکړي.

له بلې خوا، د هرات یوه لوړ پوړی دولتي چارواکي چې نه غواړي نوم یې څرګند شي سلام ټایمز ته یې ويلي، کلونه کېږي چې د ایران دولت د دواړو هېوادونو د مرز ترمنځ څاګانې کیندلي او په بې رحمۍ سره د هريرود سيند څخه اوبه غلا کوي. هغه زیاتوي سلګونه هېکټاره کرنیزې ځمکې، په ځانګړي ډول د ایران په مشهد کې د خټکیو او هنډوانو کروندې شته چې د هغو ژورو کوهیو په اوبو خړوبېږي چې د هریرود د سیند په دوام په ایرانۍ خاوره کې کیندل شوي دي.

ایران د افغانستان د اوبو د بندونو د ویجاړولو په پار له طالبانو ملاتړ کوي

د افغانستان حقوقپوه نقیب الله عظیمي وايي؛ ایران ته هر کال میلونونه ميټر مکعبه اضافي اوبه وړیا بهېږي، چې ایرانی لوری په سیندیزه حوزه کې د څاګانو د کیندنې حق نه لري. عظیمي زیاتوي چې د بندونو ودانیزو او رغنیزو چارو کې هر ډول اخلال جوړول د افغانستان په چارو کې د مداخلې په مانا دی.

هغه د طالبانو له لوري د افغانستان د بندونو ویجاړولو کې د ایران ملاتړ ته په اشارې وویل چې کابل د اوبو او برېښنايي بندونو د جوړونې حق نه لري، عظیمي یادونه کوي چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ایران حتا د افغانستان د بندونو په تړاو د څرګندونو حق نه لري، نو د بندونو د جوړونې په چارو کې د لاسوهنې او له وسلوالو ډلو څخه د بندونو د ویجاړولو په پار د ملاتړ حق خو په هېڅ ډول نه لري.

د یادونې وړ ده چې په کال ۱۹۷۲ کې د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو د وېش یو تړون شوی وو چې اوس افغان چارواکي وايي، ایران له خپل حق څخه زیاتې اوبه ترلاسه کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې اوبه د افغانستان عزت دی او افغان حکومت به د خپل عزت ساتنه کوي او مدیریت به یې کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ