سپورټ کرکټ وزش او تمرین

د IPL تازه جدول او د دې لیګ مخکښ توپوهونکي او توپ‌اچونکي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هند آی پي ایل سیالیو ۱۳م پړاو د تېرې اګسټ میاشتې په ۱۹مه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شو، چې تر دې دمه یې د لومړي پړاو ۳۶ لوبې ترسره شوي دي.

موږ په دې لیکنه کې د آی پي ایل سیالیو مخکښې لوبډلې، مخکښ توپوهونکي او مخکښ توپ‌اچونکي درپېژنو.

۱ـ ډهلي                             ۹سیالۍ یې کړي             ۷یې ګټلې          ۱۴ نمرې لري

۲ـ ممبي انډینز                  ۹ سیالۍ یې کړي             ۶ یې ګټلي        ۱۲ نمرې لري

۳ـ بنګلور                            ۹ لوبې یې کړي                ۶ یې ګټلي         ۱۲ نمرې لري

۴ـ کلکته                           ۹ لوبې یې کړي                 ۵ یې ګټلي         ۱۰ نمرې لري

۵ـ حیدراباد                       ۹ لوبې یې کړي                 ۳ یې ګټلي           ۶ نمرې لري

۶ـ پنجاب                         ۹ لوبې یې کړي                 ۳ یې ګټل            ۶ نمرې لري

۷ـ چینای                        ۹ لوبې یې کړي                   ۳ یې ګټلي         ۶ نمرې لري

۸ـ راجستان                     ۹ لوبې یې کړي                  ۳ یې ګټلې         ۶ نمرې لري

مخکښ توپوهونکي

۱ـ کیل راهول       پنجاب لوبډله      ۹ لوبې یې کړي       ۵۲۵ منډې یې جوړي کړې

۲ـ اګروال             پنجاب لوبډله      ۹ لوبې یې کړي       ۳۹۳ منډې یې جوړي کړې

۳ـ ډوپلېسیس       چینای لوبډله      ۹ لوبې یې کړي       ۳۶۵ منډې یې جوړي کړي

۴ـ شکرداوان        ډهلي لوبډله       ۹ لوبې یې کړي       ۳۵۹ منډې یې جوړي کړي

۵ـ ویراټ کوهلي    بنګلور لوبډله       ۹ لوبې یې کړي        ۳۴۷ منډې یې جوړي کړي

۶ـ ډیویډ وارنر      حیدراباد لوبډله   ۹لوبې یې کړي         ۳۳۱ منډې یې جوړي کړي

۷ـ ډیکوک           ممبي لوبډله       ۹ لوبې یې کړي       ۳۲۲ منډې یې جوړي کړي

۸ـ آیر               ډهلي لوبډله      ۹ لوبې یې کړي        ۳۲۱ منډې یې جوړي کړي

۹ـ بریسټو         حیدراباد لوبډله    ۹ لوبې یې کړي       ۳۱۶ منډې یې جوړي کړي

۱۰ـ شوبمېن ګېل  کلکته لوبډله       ۹ لوبې یې کړي      ۳۱۱ منډې یې جوړې کړي

د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په سر کې د پنجاب لوبډلې لوبډلمشر کیل راهول دی، په دویم ځای کې اګروال دی، په درېیم ځای کې ډوپلېسیس دی، په څلورم ځای کې شکرداوان دی، په پنځم ځای کې ویراټ کوهلي دی، په شپږم ځای کې ډیویډ وارنر دی، په اووم ځای کې ډیکوک دی، په اتم ځای کې آیر دی، په نهم ځای کې بریسټو دی او په لسم ځای کې بیا شوبمېن ګېل دی.

مخکښ توپ‌اچونکي

۱ـ کیګسو ریباډا           ډهلي لوبډله        ۹ لوبې یې کړي     ۱۹ ویکټې یې اخیستې

۲ـ جسپریت بومرا         ممبي لوبدله        ۹ لوبې یې کړي     ۱۵ ویکټې یې اخیستې

۳ـ محمدشامي             پنجاب لوبډله      ۹ لوبې یې کړي     ۱۴ ویکټې یې اخیستې

۴ـ چاهال                    بنګلور لوبډله        ۹ لوبې یې کړي     ۱۳ ویکټې یې اخیستې

۵ـ آرچر                      راجستان لوبډله     ۹ لوبې یې کړي     ۱۲ ویکټې یې اخیستې

۶ـ نورتیج                    ډهلي لوبډله         ۹ لوبې یې کړي     ۱۲ ویکټې یې اخیستې

۷ـ بولټ                      ممبي لوبډله         ۹ لوبې یې کړي     ۱۲ ویکټې یې اخیستې

۸ـ راشدخان               حیدراباد لوبډله      ۹ لوبې یې کړي    ۱۱ ویکټې یې اخیستې

۹ـ چاهار                    ممبي لوبډله         ۹ لوبې یې کړي     ۱۱ ویکټې یې اخیستې

۱۰ـ نتراجان              حیدراباد لوبډله      ۹ لوبې یې کړي    ۱۱ ویکټې یې اخیستې

په آی پي ایل سیالیو کې تر دې دمه د زیاتو ویکټو اخیستونکو لوبغاړو په نوملړ کې لومړی ځای د ۱۹ ویکټو په اخیستلو سره کیګسو ریباډا لري، دویم ځای کې جسپریت بومرا، درېیم ځای کې محمدشامي، څلورم ځای کې چاهال، پنځم ځای کې آرچر، شپږم ځای کې نورټېج، اووم ځای کې بولټ، اتم ځای کې راشدخان، نهم ځای کې چاهار او لسم ځای کې بیا نتراجان شتون لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ