سپورټ کرکټ وزش او تمرین

د IPL جدول او د دې لیګ مخکښ توپوهونکي او توپ‌اچونکي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هند آی پي ایل سیالیو ۱۳م پړاو د تېرې اګسټ میاشتې په ۱۹مه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شو، چې تر دې دمه یې د لومړي پړاو ۲۷ لوبې ترسره شوي دي.

موږ په دې لیکنه کې د آی پي ایل سیالیو مخکښې لوبډلې، مخکښ توپوهونکي او مخکښ توپ‌اچونکي درپېژنو.

مخکښې لوبډلې

۱ـ ممبي انډینز                ۷سیالۍ یې کړي             ۵یې ګټلې          ۱۰ نمرې لري

۲ـ ډهلي کپیټلز                ۷ سیالۍ یې کړي           ۵ یې ګټلي         ۱۰ نمرې لري

۳ـ کلکته                        ۶ لوبې یې کړي              ۴ یې ګټلي         ۸ نمرې لري

۴ـ بنګلور                        ۶ لوبې یې کړي              ۴ یې ګټلي         ۸ نمرې لري

۵ـ حیدراباد                     ۷ لوبې یې کړي              ۳ یې ګټلي         ۶ نمرې لري

۶ـ راجستان                   ۷ لوبې یې کړي              ۳ یې ګټلي         ۶ نمرې لري

۷ـ چینای                      ۷ لوبې یې کړي              ۲ یې ګټلي         ۴ نمرې لري

۸ـ پنجاب                      ۷ لوبې یې کړي              ۱ یې ګټلې         ۲ نمرې لري

د دې لیګ د نمرو په جدول کې ممبي انډینز لومړی، ډهلي کپيټلز دویم، کلکته نایټ رایډرز درېیم، رویال چلینجرز بنګلور څلورم، سنرایزر حیدراباد پنځم، راجستان رویالز شپږم، چینای سوپر کینګز اووم او کینګز الیون پنجاب لوبډله بیا وروستی او اتم ځای لري.

مخکښ توپوهونکي

۱ـ کیل راهول                 پنجاب لوبډله      ۷ لوبې یې کړي       ۳۸۷ منډې یې جوړي کړې

۲ـ اګروال                      پنجاب لوبډله      ۷ لوبې یې کړي       ۳۳۷ منډې یې جوړي کړې

۳ـ ډوپلېسیس                 چینای لوبډله      ۷ لوبې یې کړي     ۳۰۷ منډې یې جوړي کړي

۴ـ بریسټو                       حیدراباد لوبډله    ۶ لوبې یې کړي     ۲۴۱ منډې یې جوړي کړي

۵ـ ډیویډ وارنر                  حیدراباد لوبډله    ۶ لوبې یې کړي      ۲۲۷ منډې یې جوړي کړي

۶ـ ویراټ کوهلي              بنګلور لوبډله       ۶ لوبې یې کړي     ۲۲۳ منډې یې جوړي کړي

۷ـ شوبمېن ګېل              کلکته لوبډله       ۶ لوبې یې کړي     ۲۲۰ منډې یې جوړي کړي

۸ـ نیکولاس پوران           پنجاب لوبډله      ۷ لوبې یې کړي       ۲۱۲ منډې یې جوړي کړي

۹ـ روهیت شرما               ممبي لوبډله      ۶ لوبې یې کړي     ۲۱۱ منډې یې جوړي کړي

۱۰ـ پاډیکال                   بنګلور لوبډله       ۶ لوبې یې کړي      ۲۱۱ منډې یې جوړې کړي.

د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په سر کې د پنجاب لوبډلې لوبډلمشر کیل راهول دی، په دویم ځای کې اګروال، درېیم ځای کې ډوپلېسیس، څلورم ځای کې جوني بریسټو، پنځم ځای کې ډیویډ وارنر، شپږم ځای کې ویراټ کوهلي، اووم ځای کې شوبمېن ګېل، اتم ځای کې نیکولاس پوران، نهم ځای کې روهیت شرما او لسم ځای کې بیا پاډیکال شتون لري.

مخکښ توپ‌اچونکي

۱ـ کیګسو ریباډا              ډهلي لوبډله        ۶ لوبې یې کړي  ۱۸۵ منډې یې ورکړي      ۱۵ ویکټې یې اخیستې

۲ـ جسپریت بومرا             ممبي لوبدله        ۶ لوبې یې کړي  ۱۹۶ منډې یې ورکړي      ۱۱ ویکټې یې اخیستې

۳ـ ټرینټ بولټ                ممبي لوبډله        ۶ لوبې یې کړي  ۱۸۳ منډې یې ورکړي      ۱۰ ویکټې یې اخیستې

۴ـ محمد‌شامي                پنجاب لوبډله      ۷ لوبې یې کړي  ۲۲۳ منډې یې ورکړي      ۱۰ ویکټې یې اخیستې

۵ـ جېمز پاتینسون            ممبي لوبډله        ۶ لوبې یې کړي  ۱۷۹ منډې یې ورکړي      ۹ ویکټې یې اخیستې

۶ـ چاهال                       بنګلور لوبډله       ۶ لوبې یې کړي  ۱۷۹ منډې یې ورکړي      ۹ ویکټې یې اخیستې

۷ـ راشدخان                    حیدراباد لوبډله    ۶ لوبې یې کړي  ۱۱۶ منډې یې ورکړې      ۸ ویکټې یې اخیستې

۸ـ جوپرا آرچر                  راجستان لوبډله   ۶ لوبې یې کړي  ۱۶۶ منډې یې ورکړي      ۸ ویکټې یې اخیستې

۹ـ آنریچ نورتجي              ډهلي لوبډله        ۷ لوبې یې کړي  ۱۷۴ منډې یې ورکړي      ۸ ویکټې یې اخیستې

۱۰ـ روي بیشنو                پنجاب لوبډله      ۷ لوبې یې کړي  ۲۱۲ منډې یې ورکړي      ۸ ویکټې یې اخیستې

په آی پي ایل سیالیو کې تر دې دمه د زیاتو ویکټو اخیستونکو لوبغاړو په نوملړ کې لومړی ځای د ۱۵ ویکټو په اخیستلو سره کیګسو ریباډا لري، دویم ځای کې جسپریت بومرا، درېیم ځای کې ټرینټ بولټ، څلورم ځای کې محمدشامي، پنځم ځای کې جېمز پاتینسون، شپږم ځای کې چاهال، اووم ځای کې راشدخان، اتم ځای کې جوپرا آرچر، نهم ځای کې آنریچ نورتجي او لسم ځای کې بیا روي بیشنو ځای لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ