سپورټ کرکټ وزش او تمرین

د هند IPL سیالیو مهالوېش اعلان شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هندوستان هیواد د کورنیو تجارتي سیالیو آی پي ایل مهالوېش خپور شو، چې په لومړۍ لوبه کې به ممبي انډینز او چینای سوپر کینګز لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شي.

د آپي ایل سیالیو ۱۳م پړاو د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د ممبي او چینای لوبډلو په لوبه کولو پیلیږي، چې دا دوې لوبډلې به د شنبې په ورځ ماښام ۷:۳۰ بجې یو د بل په وړاندې ولوبیږي.

د دې لیګ مهالوېش

لومړۍ برخه

دویمه برخه

د دې لیګ سږنی پړاو د متحده عربي اماراتو په دریو ښارونو شارجه، دُبۍ او ابودوبۍ کې ترسره کیږي، چې وار له مخې ورته ګډونوالو اته لوبډلو د پوره چمتوالي خبر ورکړی.

چینای سوپر کینګز، ممبي انډینز، ډهلي کپیټلز، کینګز الیون پنجاب، سنرایزر حیدرآباد، رویال چلینجرز بنګلور، کلکته نایټ رایډرز او راجستان رویالز هغه اته لوبډلې دي، چې په دې لیګ کې به د ولوبیږي.

په دې لیګ کې درې افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان او مجیب ځدران لوبیږي.

محمدنبي او راشدخان د سنرایزر حیدراباد سره او مجیب بیا د کینګز الیون پنجاب لوبډلې برخه‌وال دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ