مارچ 9, 2021

د IPL جدول او د دې لیګ مخکښ توپوهونکي او توپ‌اچونکي

Advertisements

لیکنه: محمدصابر حمیدي
د هند آی پي ایل سیالیو ۱۳م پړاو د تېرې اګسټ میاشتې په ۱۹مه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شو، چې اوس یې د لومړي پړاو لوبې تر وروستیو پورې رسېدلې او نن جمعه یې ۵۰مه سیالي د پنجاب او راجستان لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
موږ په دې لیکنه کې د آی پي ایل سیالیو مخکښې لوبډلې، مخکښ توپوهونکي او مخکښ توپ‌اچونکي درپېژنو.

مخکښې لوبډلې

۱ـ ممبي انډینز                ۱۲سیالۍ یې کړي             ۸یې ګټلې          ۱۶ نمرې لري
۲ـ بنګلور                        ۱۲سیالۍ یې کړي           ۷یې ګټلي         ۱۴ نمرې لري
۳ـ ‌‌ډهلي                       ۱۲ لوبې یې کړي              ۷ یې ګټلي         ۱۴ نمرې لري
۴ـ پنجاب                      ۱۲لوبې یې کړي              ۶یې ګټلي        ۱۲ نمرې لري
۵ ـ کلکته                     ۱۳ لوبې یې کړي              ۶ یې ګټلي         ۱۲ نمرې لري
۶ـ حیدراباد                   ۱۲ لوبې یې کړي             ۵ یې ګټلي         ۱۰ نمرې لري
۷ـ راجستان                 ۱۲ لوبې یې کړي              ۵ یې ګټلي         ۱۰ نمرې لري
۸ـ چینای                      ۱۳ لوبې یې کړي              ۵ یې ګټلې         ۱۰ نمرې لري

د دې لیګ د نمرو په جدول کې ممبي انډینز لومړی، رویال چلینجرز بنګلور دویم، ډهلي کپیټلز درېیم، کینګز الیون پنجاب څلورم، کلکته نایټ رایډرز پنځم، سنرایزر حیدراباد شپږم، راجستان رویالز اووم او چینای سوپر کینګز لوبډله بیا وروستی او اتم ځای لري.

مخکښ توپوهونکي

۱ـ کیل راهول                 پنجاب لوبډله     ۱۲ لوبې یې کړي       ۵۹۵ منډې یې جوړي کړې
۲ـ شکر داوان                 ډهلي لوبډله      ۱۲ لوبې یې کړي       ۴۷۱منډې یې جوړي کړې
۳ـ ډیویډ وارنر                 حیدراباد لوبډله      ۱۲ لوبې یې کړي     ۴۳۶ منډې یې جوړي کړي
۴ـ ویراټ کوهلي             بنګلور لوبډله    ۱۲ لوبې یې کړي     ۴۲۴ منډې یې جوړي کړي
۵ـ پاډیکال                     بنګلور لوبډله    ۱۲ لوبې یې کړي      ۴۱۷منډې یې جوړي کړي
۶ـ شوبمېن ګېل             کلکته لوبډله       ۱۳ لوبې یې کړي     ۴۰۴ منډې یې جوړي کړي
۷ـ ډوپلېسیس              چینای لوبډله       ۱۲ لوبې یې کړي     ۴۰۱ منډې یې جوړي کړي
۸ـ میانک اګروال            پنجاب لوبډله      ۱۰ لوبې یې کړي       ۳۹۸ منډې یې جوړي کړي
۹ـ ډیکوک                    ممبي لوبډله      ۱۲لوبې یې کړي     ۳۹۲ منډې یې جوړي کړي
۱۰ـ شېریاز آیر              ډهلي لوبډله       ۱۲ لوبې یې کړي      ۳۸۹ منډې یې جوړې کړي.

د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په سر کې د پنجاب لوبډلې لوبډلمشر کیل راهول دی، په دویم ځای کې شکرداوان، درېیم ځای کې ډیویډ وارنر، څلورم ځای کې ویراټ کوهلي، پنځم ځای کې پاډیکال، شپږم ځای کې شوبمېن ګېل، اووم ځای کې ډوپلېسیس، اتم ځای کې میان اګروال، نهم ځای کې ډیکوک او لسم ځای کې بیا شېریاز آیر شتون لري.

مخکښ توپ‌اچونکي

۱ـ کیګسو ریباډا           ډهلي لوبډله        ۱۲ لوبې یې کړي     ۲۳ ویکټې یې اخیستې
۲ـ جسپریت بومرا        ممبي لوبدله        ۱۲ لوبې یې کړي     ۲۰ ویکټې یې اخیستې
۳ـ محمدشامي           پنجاب لوبډله       ۱۲ لوبې یې            ۲۰ ویکټې یې اخیستې
۴ـ چاهال                   بنګلور لوبډله        ۱۲ لوبې یې کړي       ۱۸ ویکټې یې اخیستې
۵ـ راشدخان               حیدراباد لوبډله      ۱۲ لوبې یې کړي      ۱۷ ویکټې یې اخیستې
۶ـ جوپرا آرچر              راجستان لوبډله     ۱۲ لوبې یې کړي      ۱۷ویکټې یې اخیستې
۷ـ ټرینټ بولټ             ممبی لوبډله       ۱۲لوبې یې کړي         ۱۷ ویکټې یې اخیستې
۸ـ چاکراوارټي             کلکته لوبډله        ۱۲لوبې یې کړي         ۱۵ ویکټې یې اخیستې
۹ـ آنریچ نورټجي          ډهلي لوبډله       ۱۱ لوبې یې کړي        ۱۵ ویکټې یې اخیستې
۱۰ـ راهول چاهار         ممبي لوبډله       ۱۲لوبې یې کړي         ۱۴ویکټې یې اخیستې

په آی پي ایل سیالیو کې تر دې دمه د زیاتو ویکټو اخیستونکو لوبغاړو په نوملړ کې لومړی ځای د ۲۳ ویکټو په اخیستلو سره کیګسو ریباډا لري، دویم ځای کې جسپریت بومرا، درېیم ځای کې محمدشامي، څلورم ځای کې چاهال، پنځم ځای کې راشدخان، شپږم ځای کې جوپرا آرچر، اووم ځای کې ټرینټ بولټ، اتم ځای کې جاکراوارټي، نهم ځای کې آنریچ نورتجي او لسم ځای کې بیا راهول چاهار ځای لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ