سپورټ کرکټ وزش او تمرین

افغان لوبغاړي راشدخان یو ځلې بیا په زړه‌پورې توپ‌اچونه وکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هند آی پي ایل سیالیو په ۲۲مه لوبه کې پرون کینګز الیون پنجاب او سنرایزر حیدراباد کرکټ لوبډلې یو د بل په وړاندې ولوبېدې، چې سنرایزرحیدراباد لوبډلې په ۶۹ منډو توپیر کینګز الیون پنجاب لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.

د یادې لوبې حال

لومړی توپوهنه حیدراباد لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۱ منډې جوړې کړې او سیالي لوبډلې ته یې د ۲۰۲ منډو ستر هدف وټاکه.

د حیدراباد لپاره جوني بریسټو۹۷ منډې جوړې کړې، خو ډیویډ وارنر بیا نیمه سلیزه ووهله.

کله چي پنجاب لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ۱۶،۵ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۲ منډې جوړې کړې او په ۶۹ منډو توپير یې له حیدراباد لوبډلې څخه سخته ماته وخوړه.

د راشدخان توپ اچونه

په پرونۍ لوبه کې یوځلې بیا افغان لوبغاړي راشدخان ارمان د حیدراباد لوبډلې لپاره په زړه‌پوري توپ‌اچونه وکړه، چې د سیالي لوبډلې درې لوبغاړي یې وسوځول.

هغه څلورو اورونو کې یوازې ۱۲ منډې ورکړې او یو اور یې میډیم ترسره کړ.

راشدخان په پرونۍ لوبه کې درې واړه مهم لوبغاړي وسوځول او په مټ یې حیدراباد لوبډلې بریا خپله کړه.

د راشدخان مخکینۍ څلور لوبې

راشدخان ارمان د آی پي ایل سیالیو په روان ۱۳م پړاو کې تر دې دمه پنځه لوبې ترسره کړې دي، چې پنځمه لوبه یې پرونۍ وه.

راشدخان په لومړۍ لوبه کې څلور اورونه ترسره کړه، چې ۳۱ منډې یې ورکړې، خو کومه ویکټه یې وانه خیستله.

دویمه لوبه کې یې هم څلور اورونه ترسره کړه، چې یوازې یې ۲۵ منډې ورکړې او یوه ویکټه یې واخیستله.

درېیمه لوبه کې یې خورا ښه توپ‌اچونه وکړه، چې څلورو اورونو کې یې ۱۴ منډې ورکړې او درې ویکټې یې واخیستلې.

او څلورمه لوبه کې یې بیا څلورو اورونو کې ۱۲ منډې ورکړې او کومه ویکټه یې وانه خیستله.

پرونۍ لوبه د راشدخان لپاره په آی پي ایل سیالیو کې تر ټولو غوره لوبه وه.

د آی پي ایل سیالیو ۲۳مه لوبه

د آی پي ایل سیالیو په ۲۳مه لوبه کې نن ماښام شپږ نیمي بجې راجستان رویالز او ډهلي کپيټلز کرکټ لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ