مارچ 9, 2021

د IPL لیګ د پلې اف لوبو نېټه او ځای په ډاګه شو

Advertisements
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هند آی پي ایل سیالیو ۱۳م پړاو د متحده‌عربي اماراتو په کوربتوب د تېرې سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شو، چې اوس یې د لومړي پړاو لوبې تر وروستیو پورې رسېدلې دي.
د دې لیګ په لومړي پړاو کې ټولې ۵۶ سیالۍ ترسره کیږي، چې نن دوشنبه یې ۴۶تمه لوبه ترسره کیږي او یوازې یې لس لوبې پاتې دي.
د لومړي پړاو لوبې یې د نوومبر تر درېیمې دوام کوي.

دا، چې د لومړي پړاو یې یوازې لس لوبې پاته دي، نو دې لیګ د پلې اف یا راتلونکو پړاونو د لوبو نېټه او ځای په ډاګه کړ.
د اعلان سره سم به د آی پي ایل سیالیو لومړۍ کوالیفایر لوبه د راتلونکې نوومبر میاشتې په پنځمه، ایلیمینټر لوبه به په شپږمه، دویمه کوالیفایر لوبه به په اتمه او وروستۍ یا د آی پي ایل لیګ پایلوبه به بیا د راتلونکې نوومبر میاشتې په لسمه نېټه ترسره شي.
لومړۍ کوالیفایر لوبه په دوبۍ، ایلیمینټر لوبه په ابودوبۍ، دویمه کوالیفایر لوبه هم په ابودوبۍ او پایلوبه بیا په دوبۍ کې ترسره کیږي.

د دې لیګ جدول

۱ـ ممبي انډنینز               ۱۱ لوبې             ۷ ګټلي              ۱۴ نمرې
۲ـ ډهلي کپیټلز               ۱۱ لوبې             ۷ ګټلي              ۱۴ نمرې
۳ـ بنګلور                       ۱۱ لوبې             ۷ ګټلي              ۱۴ نمرې
۴ـ کلکته                       ۱۱ لوبې             ۶ ګټلي              ۱۲ نمرې
۵ـ پنجاب                       ۱۱ لوبې             ۵ ګټلي              ۱۰ نمرې
۶ـ راجستان                    ۱۲ لوبې             ۵ ګټلي              ۱۰ نمرې
۷ـ حیدراباد                     ۱۱ لوبې             ۴ ګټلي              ۸ نمرې
۸ـ چینای                       ۱۲ لوبې             ۴ ګټلي              ۸ نمرې
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ