سپورټ کرکټ وزش او تمرین

ملي سپورټ د هند IPL سیالیو  د نشرولو حقوق ترلاسه کړل

لیکنه: محمدصابر حمیدي

ملي سپورټ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې خبر ورکړی، چې د هندوستان کرکټ غوره لیګ سیالیو د خپرولو حقوق یې ترلاسه کړل.

د هندوستان کرکټ لیګ ۱۳م پړاو د روان کال سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلیږي او د نوومبر میاشتې په ۱۰مه نېټه به پای ته ورسیږي.

پرون یکشنبه د هند حکومت په رسمې توګه د IPL سیالیو ته اجازه ورکړه، تر څو د متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره شي.

د هند کرکټ بورډ وايي، ددې لیګ لوبې به ماښام په ۷:۳۰ بجو پيل شي.

په متحده عربي اماراتو کې د آی پي ایل ترسره کېدل کومه نوې خبره نده، بکلې تر دې مخکې په ۲۰۱۴م کې هم یو ځلې دا لیګ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوی او ددې ترڅنګ په ۲۰۰۹م کې بیا دا لیګ په هند کې د ټاکنو له امله په سویلي افریقا کې ترسره شو.

اوس بیا متحده عربي امارات پر دې هڅې پيلوي، چې په لوبغالي کې ننداریچانو ته د لوبې لیدلو زمینه برابره کړي.

د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ ویلې وه، چې د هند تر رسمي تایید وروسته به یې بورډ پر دې کار پيل کړي، چې څنګه لوبغالي کې نندارچیانو ته اجازه ورکړل شي.

دا بورډ وايي، هڅه کوو ۳۰ او یا هم ۵۰ سلنه نندارچیان لوبغالي ته پرېږدو.

د کورونا ویروس له امله اوس د کرکټ لوبې په لوبغالي کې د نندارچیانو پرته ترسره کیږي، تر څو د کورونا ویروس د پراختیا مخه ونیول شي.

د نړیوال جام او اسیا جام راوروسته اوس د ټولو کرکټرانو او مینوالو سترګې IPL ته دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ