فبروري 28, 2021

د هند IPL سیالۍ په سپټمبر میاشت کې پیلیږي!

ټاکل شوې وه د هند آی پي ایل سیالۍ د روان ۲۰۲۰م مارچ میاشتې له ۲۹مې بیا د مې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پوري ترسر شوی وای، خو د کورونا ویروس له امله تر اوسه ځنډېدلی.
د کریک اډیکټور په نوم یوې هندۍ ورزشي ویبپاڼې اوس تازه راپور ورکړی، چې هند کرکټ بورډ پرېکړه کړې، 1PL سیالۍ په سپټمبر او اکتوبر میاشتو کې د هند په ځای متحده عربي آماراتو کې ترسره کړي.
دې ویبپاڼې په هند کرکټ بورډ کې د ځینو سرچینو په حواله ویلې، چې د دوی لومړیتوب هند هیواد دی، خو د کورونا ویروس د پراختیا له امله اوس دوی متحده عربي اماراتو کې چمتوالی پيلوي.

BCCI یا د هند کرکټ بورډ ویلې، چې د سالیو ترسره کولو لپاره متحده عربي امارات تر ټولو بهترینه ځای دی، ځکه چې دوبۍ، شارجه او ابوظبۍ ښارونه یې سره نژدې دي او د ښه میدانونو ترڅنګ لوبغاړو او چارواکو ته خوندي ځایونه پکې شته.
تمه کیږي، چې په آی پي ایل سیالیو کې د لوبېدونکو لوبډلو لوبغاړي تر سیالیو یوه میاشت مخکې متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.

په متحده عربي اماراتو کې د هند کورنیو سیالیو ترسره کول نوې خبره نده؛ بلکې تر دې مخکې په ۲۰۱۴م کې هم یو ځلې آی پي ایل په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوی او د دې ترڅنګ په ۲۰۰۹م کې بیا هند کې د عمومي ټاکنو له امله سویلي افریقا کې ترسره شوی.
د نړیوال جام او اسیا جام راوروسته اوس د ټولو کرکټرانو او مینوالو سترګې IPL ته دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي