سپورټ کرکټ وزش او تمرین

د هند IPL سیالۍ د چینای په بریا سره پيل شوې

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هندوستان هیواد د کرکټ کورنۍ تجارتي سیالۍ له اوږده ځنډه وروسته پرون شنبه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې.

د دې لیګ په لومړۍ لوبه کې چینای سوپر کینګز او ممبي انډینز لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شوې، چې چینای په پنځو ویکټو ممبي ته ماتې ورکړه او د آی پي ایل سیالیو پيل یې په بریا سره وکړ.

د یادې لوبې حال

پچه یا ټاس د چینای لوبډلې لوبډلمشر مهندار سینګ ډوهني د ممبي لوبډلې د لوبډلمشر روهیت شرما څخه وګاټه او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

ممبي لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې او چینای لوبډلې ته یې د ۱۶۳ منډو هدف وټاکی.

تیواري ۴۳، ډیکوک ۳۳، پولارډ ۱۸ او سوریا کمار بیا ممبي لوبډلې ته ۱۷ منډې جوړې کړې.

د چینای لپاره بیا نیګیدي ۳، چاهار او جدیجا دوې ـ دوې او چاوله بیا یوه ویکټه واخیستله.

کله چې چینای لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۹،۲ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په ۵ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د چینای لپاره رایډو ۷۱، ډوپلیسیس ۵۸ ناسوځېدلې، کوران ۱۸ او جدیجا بیا ۱۰ منډې جوړې کړې.

د ممبي لپاره بیا بولټ، پاتینوسن، چاهار او کورنال یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

د آی پي ایل دویمه لوبه

د آی پي ایل سیالیو دویمه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د کینګز الیون پنجاب او د ډهلي کپیټلز لوبډلې سره مخ کیږي.

په کینګز الیون پنجاب لوبډله کې افغان لوبغاړی مجیب ځدران هم شتون لري.

مجیب پرون په یوه ویډيويي پيغام کې له ټولو هیوادوالو څخه غوښتي وه، چې لوبډلې ته یې د بریاوو دعاوي وکړې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ