اپریل 20, 2021

نبي، راشد او مجیب د حیدراباد لوبډلې سره تمرینونه پيل کړل

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې درې نامتو او تکړه لوبغاړو محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب الرحمن ځدران د هندوستان آی پي ای سیالیو په راتلونکې پړاو کې د لوبېدو په موخه تېره اونۍ هند هیواد ته ولاړل، چې تر یوې اونۍ قرنطین وروسته یې پرون دوشنبه د خپلې لوبډلې حیدراباد سره تمرینونه پیل کړل.

د هند په آی پي ایل سیالیو کې ددې دریو افغان لوبغاړو لوبډلې سنرایزر حیدرآباد پر خپلې رسمي ټویټرپاڼې د نبي، راشد او مجیب تمریناتي انځورونه خپاره کړي او ورسره لیکلي یې دي، چې درې ګواښوونکي لوبغاړي.

 

 

د هند په آی پي ایل سیالیو کي افغانان

 

د هند په سوپر لیګ کې سږ کال درې افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران لوبیږي، چې درې واړه د سنرایزر حیدرآباد لوبډلې سره مل دي.

دې لوبډلې خپل دوه پخواني افغان لوبغاړي محمدنبي او راشدخان له ځان سره ساتلي وه، خو بل افغان لوبغاړی مجیب ځدران یې بیا په بولۍ کې واخیست.

مجیب ځدران، چې تېر پړاو د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره ښه ونه لوبېد، د سږ کال لپاره یې بولۍ ته اچولی و.

ددې ترڅنګ د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان لوبغاړی فضل‌حق فاروقي بیا تېره چهارشنبه هند هیواد ته سفر وکړ، تر څو د هندوستان آی پي ایل سیالیو په راتلونکې پړاو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره یوځای شي.

افغان کرکټ بورډ ویلي، چې ښاغلی فاروقي به د چینای سوپر کینګز لوبډلې سره د نیټ یا د جال توپ اچونکي (net bowler) په توګه یوځای شي.

 

د هند آی پي ایل څوارلسم پړاو

 

ټاکل شوې د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو د روانې اپرېل میاشتنې په ۹مه نېټه (راتلونکې جمعې ورځ) پيل شي او د مې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پوري به دوام وکړې.

ددې لیګ په لومړۍ لوبه کې ممبي انډینز او رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې له یو بل سره مخ کیږي.

 

وروستي مطالب