اپریل 13, 2021

نن د هند په IPL سیالیو کې د مجیب ځدران د ټیم لوبه ده

Advertisements
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هندوستان هیواد د کرکټ کورنۍ تجارتي سیالۍ پرون شنبه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې، چې نن یکشنبه په دویمه لوبه کې کینګز الیون پنجاب لوبډله د ډهلي کپیټلز لوبډلې سره مخ کیږي.
دا لوبه نن مازدیګر ۶:۳۰ بجې د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پيلیږي.
ننۍ لوبه کې افغان لوبغاړی مجیب ځدران هم د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره لوبیږي.
مجیب پرون په یوه ویډيويي پيغام کې له ټولو افغانانو غوښتي وه، چې د لوبډلې د بریاوو لپاره ورته دوعاوي وکړې.

د آی پي سیالیو لومړۍ لوبه

د آی پي ایل سیالیو لومړۍ لوبه پرون شنبه د چینای سوپر کینګز او ممبي انډینز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې چینای په پنځو ویکټو ممبي ته ماتې ورکړه.
ممبي لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې او چینای لوبډلې ته یې د ۱۶۳ منډو هدف وټاکی.
تیواري ۴۳، ډیکوک ۳۳، پولارډ ۱۸ او سوریا کمار بیا ممبي لوبډلې ته ۱۷ منډې جوړې کړې.
د چینای لپاره بیا نیګیدي ۳، چاهار او جدیجا دوې ـ دوې او چاوله بیا یوه ویکټه واخیستله.
کله چې چینای لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۹،۲ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په ۵ ویکټو یې بریا خپله کړه.
د چینای لپاره رایډو ۷۱، ډوپلیسیس ۵۸ ناسوځېدلې، کوران ۱۸ او جدیجا بیا ۱۰ منډې جوړې کړې.
د ممبي لپاره بیا بولټ، پاتینوسن، چاهار او کورنال یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري

لیکوال: صدیقه پوپلزۍ، کابل - برخه : ټولنیز ژوند

Advertisements ليکنه او راټولونه اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې ... نور ولولئ