د راتلونکې کال IPL سیالیو ته بولۍ نه ترسره کیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د رپوټونو په اساس په راتلونکې ۲۰۲۱م کې د هندوستان کرکټ غوره لیګ آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو بولۍ نه ترسره کیږي.
د هندوستان ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د آی پي ایل سیایلو ۱۴م پړاو لپاره لوبډلې د وخت د کمښت له امله نشي کولای لوبغاړي وپېژني او رانیسي او په همدې موخه به بولۍ هم نه ترسره کیږي.

راپور کې ویل شوي، چې ګډونوالې لوبډلې به له ځان سره د ۱۳م پړاو لوبغاړي ولوبوي او یوازې کولای شي د ټپي لوبغاړو په ځای نور لوبغاړي غوره کړي.
د هندوستان ټایمز ورځپاڼې ویلې، چې د آی پي ایل سیالیو ۱۴م پړاو د ۲۰۲۱م په مارچ میاشت کې ترسره کیږي، چې دا ډېر کم وخت دی او لوبډلې نشي کولای د نوو لوبغاړو سره سیالیو ته پوره چمتوالی ونیسي.

د آی پي ایل سیالیو ۱۳م پړاو بیا د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د متحده عربي اماراتو په کوربتوب پیلیږي او د نوومبر میاشتې تر ۱۰مې نیټې پوري دوام کوي.
دا ددې لیګ ۱۳م پړاو دی، چې درې افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان ارمان او مجیب ځدران به هم پکې ولوبیږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ