فبروري 27, 2021

د ای پي ايل په بولۍ کې يوازي يو افغان لوبغاړی واخيستل سو!

نن د ای پي ايل ليګ لپاره د لوبغاړۍ د اخيستلو بولۍ ترسره سوه.

سږکال د ای پي ايل ليګ د بولۍ لپاره ۲۹۲ لوبغاړو په ګډون ۷ افغان لوبغاړي شارټ ليست سوي وه خو د افغان لوبغاړو له ډلې د ليلامۍ په وروستيو شېبو کې يوازي مجيبب الرحمن واخيستل سو.

که څه هم داسي انګېرل کېدله چې په پاکستان سوپر لېګ کې د مجيب د لوبېدو کبله شايد نوموړی د هندوستان پرېمرليګ کومه لوبډله وانخلي خو سنرايزر حيدراباد لوبډلې په ۱۵۰ لکه هندۍ روپيو واخيستی.

سږکال به هم په ای پي ايل کې د تېرو کلونو په څېر درې افغان لوبغاړي لوبېږي خو توپير يې دادی چې مخکې مجيب د پنجاب لوبډلي سره وو او دا ځل به د سنرايزر حيدر اباد لپاره د نبي او راشد سره يوځای ولوبېږي.

محمد نبي او راشدخان حيدراباد لوبډلې له ځانه سره ساتلي وه او بولۍ ته يې وړاندي نکړه.

نوين الحق ،رحمن الله ګربز،قيس احمد،نور احمد،فضل حق او کريم جنت هغه افغان لوبغاوي وه چې د ۱۴م پړاو ای پي ايل ليګ لپاره وانه خيستل سوه.

سږکال به هندوستان پريمرليګ د اپريل مياشتي د يولسمې نېټې څخه د جون تر شپږمې پوري ترسره سي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ