رسنۍ کرکټ

هغه پاته څلور لوبډلې چې د ای پي ايل دويم پړاو ته د تلو چانس لري

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د ای پي ايل ليګ په ۵۰مه لوبه کې راجستان په ۷ ويکټو پنجاب ته ماته ورکړه.

د هندوستان په تجارتي ليګ کې تېره اونۍ خورا بهتريني لوبې ترسره سوې او په زړه پورې لوبې يې لا پاته دي.

ممبی انډينز،ډهلي کاپيټلز او رويالز چلنجر بنګلور لوبډلو دويم پړاو کې لوبېدل يقيني کړي خو چينای په هيڅه لار نسي کولای چې څلور غورو لوبډلو ته لار پيدا کړي ځکه يوه وروستۍ لوبه یې پاته ده که يې وګټي هم په ۱۲ نومرو دويم پړاو ته نسي تللای.

حيدراباد لوبډلې په ۱۲ لوبو کې پنځه ګټلي ، ۱۰ نومرې لري، که خپلي دوې راتلونکې لوبې د بنګلور او ممبی سره چې پاته دي که د هغوی څخه يوه وبایلي او کلکته، پنجاب ياهم راجستان يوه لوبه وګټي نو د حيدراباد چانس له منځه ځي نو اړ دي چې خپلې راتلونکې دواړې لوبې وګټي تر څو ۱۴ نومرې ترلاسه کړي.

کلکتې لوبډلې ۱۳ لوبې ترسره کړي ۶ يې ګټلې او ۱۲ نومرې لري، ددې لوبډلې يوه وروستۍ لوبه د راجستان سره پاته ده،راجستان هم په ۱۳ لوبو کې ۶ ګټلي او ۱۲ نومرې لري،په دوی دواړو کې که هرې لوبډلې بريا خپله کړه د نورو لوبډلو سره د نيټ رېټ تر لوړېدو وروسته دويم پړاو ته ځي او بايلونکې لوبډله د مخته تګ چانس له لاسه ورکوي.

د پنجاب لوبډلې هم يوه وروستۍ لوبه د چينای سوپر کينګز سره پاته ده،پنجاب په ۱۳ لوبو کې ۶ ګټلي او ۱۲ نومرې لري.

که دوی چينای ته ماته ورکړي نو دويم پړاو ته به يې چانس ډېريږي او هيلي به يې ژوندۍ پاتېږي، خو که يې بايلي د چينای پر لار به ځي.

که نن ممبی د ډهلي څخه لوبه وګټي په پاته څلورو لوبډلو کې د ۲ لوبډلو د مخته تګ چانس جوړېدلای سي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ