د آې پي ایل سیالۍ چې په ۲۰۰۸ م کال کې تاسیس شوي دي، تر اوسه یې ۱۱ پړاوونه ترسره شوي دي.
د آې پي ایل سیالیو په څلورم پړاو کې یعنې ۲۰۱۱ کال کې د هغو توپ وهونکو معلومات در کوو، چې تر ټولو یې زیاتې منډې کړي دي.
هغه مهال دوه نوې لوبډلې د لوبډلو نوملړ ته راغلې، چې عبارت دي له پونه جنګیالیو او کوچي ټسکرز څخه
هرې لوبډلې لس لوبې وکړې او ټول ۷۴ مېچونه وشول.
وروسته بیا د پلی اف او نورو مهمو په ملتیا لوبې د هرې لوبډلې لوبې ۱۴ ته ورسېدې.
۲۰۱۱ کال کې د نومرو په جدول کې بنګلور لوبډله لومړۍ وه، چینای دوهمه وه او ممبیي دریم وه.
چې پایلوبه کې د چینای او بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پایلوبه بیا چینای لوبډلې وګټله.
په دغه کال ځېنو لوبغاړو زیاتې منډې کړي دي، دا لوبغاړي دلته در پېژنو.
کرېس ګېل
کرېس ګېل چې په ۲۰۱۱ کال کې له بنګلور لوبډلې سره لوبېده، ۶۰۸ مندې یې کړې وې، کرېس ګېل دغه منډې کرېس ګېل په ۱۲ لوبو کې کړې وې.
کرېس ګېل په یوه لوبه کې د کلکتې لوبډلې خلاف په ۵۵ توپونو ۱۰۲ منډې وکړې.
په همدغه کال کرېس ګېل د زیاتو منډو جوړوونکي اورېنج یا نارنجي خولۍ هم پر سره کړه.
سچېن ټېنډولکر
سچېن ټېنډولکر په ۲۰۱۱ کال کې له ممبيي لوبډلې سره لوبېده، په دغه کال ده په ۱۶ لوبوکې ۵۵۳ منډې وکړې.
شوون مارش
شوون مارش د اسټرالیایي لوبډلې لوبغاړی دی په ۲۰۱۱ کال کې له کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره ولوبېد، نوموړي په ۱۴ لوبوکې ۵۰۴ منډې وکړې، چې څلور نیمه سلیزې یې پکې وهلې وې، په دې کال ده هم اورنج کېپ یا نارنجي خولۍ اخېستې وه.
مېچل هسي
د اسټرالیایي لوبډلې لوبغاړی دی او په ۲۰۱۱ کال کې له چینای سوپرکېنګز لوبډلې سره ولوبېد، چې په ۱۴ لوبوکې یې ۴۹۲ منډې وکړې
هغه درې ځلې د دغه کال په اې پي ایل کې د لوبې غوره لوبغاړي جایزې واخېستې او په پایلوبه کې یې ۶۳ منډې وکړې، په دغه کال بیا بنګلور لوبډلې ماته وخوړه.
ورېنډر سېواګ
سېواګ په ۲۰۱۱ کال کې له ډیلي لوبډلې سره ولوبېد، هغه په ۱۴ لوبوکې ۴۲۴ منډې کړې وې.
۲۰۱۱ کال کې ډیلي په ۱۴ لوبوکې ۴ لوبې ګټلې وې..
جېکس کالېس
جېکس کالېس په ۲۰۱۱ م کال کې له کلکتې لوبډلې سره ولوبېد، چې ۱۵ لوبوکې یې ۴۲۴ منډې وکړې.
په یوه لوبه کې یې د راجستان لوبډلې خلاف په ۶۵ توپونو ۸۰ منډې کړې وې.
شېکر دوان
شېکر دوان په مخکې له دیکان چارجرز لوبډلې سره لوبېده په ۲۰۱۱ کال کې هغه په ۱۴ لوبو کې ۴۰۰ منډې کړې وې، هغه د پنجاب خلاف لومړۍ لوبه کې ۹۵ منډې وکړې.
برېنډن مکالم
برېنډن مکالم په ۲۰۱۱ کال کې په ۱۳ لوبوکې ۳۵۷ منډې کړې وې.
راهول ډراوېډ
راهول ډراوېډ د راجستان لوبډلې لوبغاړی و، هغه په ۱۲ لوبوکې ۳۴۳ منډې کړې وې.
د چینای سوپرکېنګز پر وړاندې یې په یوه لوبه کې ۶۶ لوړې منډې دي.
یوراج سېنګ
یوراج سېنګ په ۲۰۱۱ کال کې له پونې لوبډلې سره ولوبېد، په ۱۴ لوبوکې یې ۳۴۳ منډې کړې وې.
د ډیلي خلاف یې یوه لوبه کې ۶۶ لوړې منډې وې.
له دغو لوبغاړو څخه کرېس ګېل، یوراج سېنګ، شېکر دوان، شوون مارش او برېنډن مکالم شته او نور یې ټول تقاعد شوي دي.