د IPL تکړه وېکټ ساتونکي او ریکارډونه یې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

آې پي ایل چې ۲۰۰۸ کال کې پیل شوی، تر دې دمه پکې نامتو وېکټ ساتونکي لوبېدلي او دغو وېکټ ساتونکو بیا حېرانوونکو سټمپ اوټونو سره ریکارډونه هم جوړ کړي دي.
دا چې آې پي ایل کې د وېکټ ساتونکي په توګه چا ډېر سټمپونه کړي او چا ډېر کېچونه نیولي، معلومات یې درکوو:
ایم ایس ډوني

ایم ایس ډوني چې له شک پرته وتلی او نامتو وېکټ ساتونکی دی، آې پي ایل کې یې په زیاتو سټمپ اوټونو کې هم نوم ګټلی.
هغه په ټول آې پي ایل کې په ۱۸۲ لوبو کې ۳۵ سټمپ اوټونه کړي او لومړي مقام کې دی.
ډوني بیا په ټولو آې پي ایل سیالیو کې ۹۱ کېچونه نیولي دي.
مهیندرا سېنګ ډوني په کېچونو کې دوهم او په سټمپونو کې د وېکټ ساتونکي په توګه آې پي ایل کې دا ریکارډ خپل کړی.
روبېن اوتاپا
روبېن اوتاپا د کلکتې لوبډلې لوبغاړی دی، ده تر تېر کال پورې د شاه رخ خان لوبډلې لپاره وېکټ ساتنه کوله؛ خو کله چې دېنېش کارتېک دې لوبډلې ته راغی؛ نو هغه د وېکټ ساتنې څخه لاس په سر شو.
اوتاپا تر دې دمه د وېکټ ساتونکي په توګه آې پي ایل کې ۳۲ سټمپ اوټونه کړي او ۸۳ یې کېچونه نیولي دي.
روبېن بیا ۱۷۴ لوبې کړي دي.
دېنېش کارتېک

دېنېش کارتېک د ۲۰۱۸ کال راهیسې د کلکتې لوبډلې لوبډلمشري اخېستې ده، هغه په ۱۷۷ لوبو کې د وېکټ ساتونکي په توګه ۱۰۶ کېچونه نیولي او ۳۰ یې سټمپونه کړي دي.
ریډیمن ساحا
ریډیمن ساحا مخکې د پنجاب لوبډلې لپاره وېکټ ساتنه کوله؛ خو اوس له حېدراباد لوبډلې سره د وېکټ ساتونکي او توپ وهونکي په توګه ملګری دی.
هغه په ۱۱۵ لوبوکې ۵۷ کېچونه نیولي او ۱۸ یې سټمپونه ترسره کړي دي.
ادم ګېل کرېسټ
ادم ګېل کرېسټ د اسټرالیا کیڼ لاسی توپ وهونکی و، چې د پنجاب لپاره کیپر و، ده په ۸۰ لوبو کې ۵۱ کېچونه نیولي او ۱۶ یې سټمپ اوټونه کړي دي.
پارتېف پټېل
پارتېف پټېل د هندوستان کیڼ لاسی توپ وهونکی دی، دی لومړی ممبيي لوبډلې سره وېکټ ساتونکی و او اوس له آر سي بي یا بنګلور لوبډلې سره لوبېږي، تر دې دمه یې ۱۳۴ لوبې کړي، ۶۶ یې کېچونه نیولي او ۱۶ یې سټمپونه کړي دي.
نمن اوجا
نمن اوجا د پنجاب لوبډلې کيپر توپ وهونکی دی، په ۱۱۴ لوبوکې یې ۶۲ کېچونه نیولي او ۱۰ یې سټمپونه کړي دي.
رېشاب پنټ
رېشاب پنټ د ډیلي لوبډلې وېکت ساتونکی دی، ۴۸ لوبو کې یې ۲۸ کېچونه نیولي او ۱۰ یې سټمپونه کړي دي.
کومارا سېنګا کار

سېنګا کارا هم د ډیلي لوبډلې لپاره لوبېدلی، ده په ۷۱ لوبو کې د ډیلي ملا تړلې، ۴۵ یې کېچونه نیولي او ۹ یې سټمپونه کړي دي.
ای بي ډیویلیئرس
ای بي ډیویلیئرس د بنګلور لوبډلې لپاره لوبېږي، ۹۰ لوبې یې کړي دي، ۹۰ یې کېچونه نیولي او ۷ یې سټمپ اوټونه کړي دي.