سپورټ کرکټ کرونا

که IPL ونشي، د هند کرکټ بورډ ته تر ۵۳۰ میلیونه ډالره زیات زیان اوړي

د راپورونو له مخې، که د سږ کال آی پي آېل سیالۍ لغوه اعلان شي، نو د هندوستان کرکټ بورډ ته به تر ۵۳۰ میلیونه ډالره زیات زیان واوړي.

د هندوستان کورنۍ تجارتي سیالۍ«IPL» په نړۍ کې تر ټولو سترې لوبې دي، چې هر کال د هندوستان په بېلابېلو ایالتونو کې د ۸ قوي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

خو د دې لیګ سږنی پړاو د کرونا ویروس له امله ځنډېدلی او داسې اټکل کېږي، ممکن لغوه اعلان شي.

خو لا تراوسه یې د لغوه کېدو په اړه رسمي راپورونه نه دي ورکړل شوي.

د هندوستان د کرکټ بورډ د مالي ملاتړ برخې مشر ارون دهمل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، که د سږ کال آی پي اېل سیالۍ لغوه شي، نو کرکټ بورډ به یې شاوخوا ۵۳۰ میلیونه ډالره زیان وویني.

د ارون دهمل په خبره: “د نورو هېوادونو په څېر هندوستان هم د کرکټ لوبې ترسره کول غواړي، خو د دې لپاره تر ټولو مخکې د حکومت اجازه اړینه ده او هیله د د روان ۲۰۲۰م کال په پای کې دا لیګ ترسره کړو.

د دې ترڅنګ آی پي اېل لیګ په هندوستان کې بېلابېلو بنسټونو، سوداګرو، سپانسرانو او د لوبډلو مشرانو ته میلیونونه ډالره عواید په لاس ورکوي.

د هندوستان دا مشهوره لیګ د روان ۲۰۲۰م د مارچ میاشتې په ۲۹مه نېټه پیلېده، خو د کرونا ویروس له امله لا تراوسه ځنډېدلی.

په دې لیګ کي د نړۍ د مشهوره لوبغاړو ترڅنګ درې افغان لوبغاړي راشدخان آرمان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب ځدران لوبېدلي.

راشد او محمدنبي په حیدرآباد او مجیب بیا په کینګز الیون پنجاب لوبډله کي لوبېدلی او راتلونکي پړاو کې هم د خپلو پخوانیو لوبډلو سره شته دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ