سپورټ کرکټ

په آی پي اېل کې د توپ اچوونکو قیمتونه

لیکنه: سمیع الله درانی

په تېر کې مو د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ کې د توپوهونکو د هرې منډې قیمت په اړه معلومات ولوستل چې لېنډل سېمونس هره منډه د ۱۱ زره هندي کالدارو په بدل کې جوړه کړې وه او د ځینو لوبغاړو د یوې منډې قیمت تر ۹۷ زره هندي کالدارو هم رسېدلی و.

دلته اوس د توپ اچوونکو د هرې وېکټې د ترلاسه کولو قیمت بیانوو.

مېچل مېک کلېنېګن

د نیوزیلېنډ چټک کرکټ توپ اچوونکی دی، چې آی پي اېل کې ممبيي کرکټ لوبډلې سره په کیڼ لاس توپ اچونه کوي. ده ۵۶ لوبوکې ۷۱ وېکټې اخیستي چې د هرې وېکټې په بدل کې یې ۳ زره اعشاریه صفر ۴ هندي کالدارې تر لاسه کړي دي.

عمران طاهر

د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې ښي لاسی لېګ برېک بالر دی، چې آی پي اېل کې له ډیلي، رایزېنګ پونه سوپر جاینټس او چینای سوپرکېنګز لوبډلې سره لوبېدلی دی. په ۵۵ لوبو کې یې ۷۹ وېکټې اخیستي دي.

چې د هرې وېکټې په بدل کې یې ۴ زره اعشاریه صفر دوه روپۍ هندي کالدارې ترلاسه کړي دي.

سندیپ شرما

د هندوستان چټک غونډوسکه غورځوونکی دی، چې پنجاب او حېدراباد لوبډلوسره لوبېدلی.

۷۵ لوبوکې یې ۸۹ وېکټې اخیستي دي، د هرې وېکټې قیمت یې ۸ اعشاریه ۴۷ زره کالدارې ده.

دول کلکرني

د هندوستان چټک بالر دی، راجستان او ګوجرات لاینز لوبډلو سره لوبېدلی.
۵۷ لوبوکې یې ۵۰ وېکټې ترلاسه کړي دي. ۱۱ زره او ۶۳ هندي کالدارې تمامېږي.

یوز وېندرا چهل

لېګ برېک بالر دی، له بنګلور لوبډلې سره لوبه کوي، ۸۳ لوبو کې یې سل وېکټې اخیستي دي. د هرې وېکټې قیمت یې ۱۲ زره اعشاریه ۸۶ هندي روپۍ دی.

سېدرت کول د هرې وېکټې قیمت یې ۱۴ زره اعشاریه ۷۷ روپۍ دی.
د اشیش نِهرا د هرې وېکټې ۱۶ زره اعشاریه ۶۱، جسپرېت بومرا ۱۸ اعشاریه ۲۶، اُمېش یداف ۲۳ اعشاریه ۴۸ او د موهېټ شرما د هرې وېکټې قیمت ۳۰ اعشاریه ۴۳ هندي کالدارې تمام شوی دی.

images.jpeg

images (1).jpeg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی

تبصره مو ولیکئ