سپورټ

دویم پړاو ته د حېدراباد، پنجاب، راجستان او کلکتې د تګ برخلیک

د ۲۰۱۹ کال آې پي ایل سیالۍ چې د مارچ په ۲۳ مه نېټه د اته لوبډلو په ګډون پیل شوي، مهم پړاو ته د رسېدو په دُرشل کې دي.

د دې سیالیو په لړکې ځېنو لوبډلو په لوړ مُرال سره ځان وښود او د نومرو د جدول لومړی، دوهم او دریم ځایونه یې کابو کړي دي.

دوه لوبډلې سر له اوسه دوهم پړاو ته رسېدلي دي، ډیلي کپېټلز لوبډلې چې د یکشنبې په ورځ د اپریل په ۲۸ مه نېټه یې له بنګلور څخه لوبه وګټله، خپلې نومرې یې ۱۶ ته ورسولې او د جدول لومړي ځای څخه یې د چینای لوبډله دوهم ځای ته راګوزار کړه.

چینای لوبډله چې اوږود وخت یې د آې پي ایل په لومړي مقام پاچاهي کوله، پرون ترې د لومړي مقام پاچاهۍ تخت ډیلي لوبډلې ښکته کړ.

ډیلي لوبډله دوهم پړاو ته رسېدلې ده.

بله لوبډله چې دوهم پړاو یا پلی اف سیالیوته رسېدلې د چینای سوپرکېنګز لوبډله ده، دې لوبډلې هم ځان رسولی دی.

له اته لوبډلو دوه یې دوهم پړاو ته رسېدلي، آر سي بي بیا دوهم پړاو ته له ورتګ پرونۍ ماتې پاتې کړه.

له پنځو لوبډلو دوه به یې دوهم پړاو ته لار مومي، ممبيي، حېدراباد، کلکته، راجستان او پنجاب هغه لوبډلې دي، چې دوهم پړاو ته د تګ لپاره هلې ځلې کوي.

دوهم پړاو ته د تګ چانس لرونکې لوبډلې باید څه وکړي؟
دوهم پړاو ته وتونکې لوبډلې؛ حېدراباد لوبډله باید له خپلو پاتې درې لوبو دوه وګټي، چې نومرې یې ۱۴ شي او اووه بریاوې ثبت کړي؛ نو دوهم پړاو ته بیا په رن رېټ سره لار موندلی شي.

پنجاب لوبډله باید خپلو پاتې درې لوبوکې دوه وګټي، چې دوهم پړاو ته له حېدراباد سره په نېټ رن رېټ سیالي وکړي او دوهم پړاو ته بخت وازمايي.

کلکتې لوبډلې ته بیا دوه لوبې پاتې دي او دواړه باید وګټي، چې دوهم پړاو ته په نېټ رن رېټ سره لار ومومي.

راجستان لوبډله باید هم خپلې وروستۍ دواړه لوبې وګټي، ترڅو دوهم پړاو ته په نېټ رن رېټ سره لار ومومي؛ خو د دې لوبډلې چانس په دې لږ دی، چې نېټ رن رېټ یې منفي دی او باقي ده.

ممبيي که خپلو پاتې دوه لوبو کې یوه وګټي بیا کولای شي دوهم پړاو ته لار پېدا کړي.

د ویرات کولي د لوبډلې بنګلور دوه لوبې پاتې دي؛ که دواړه لوبې وګټي بیا هم نه شي کولای، چې دوهم پړاو ته لار ومومي.

دې ټولو لوبډلو کې دوهم پړاو ته د حېدراباد چانس ځکه زیات دی، چې مثبت نېټ رن رېټ یې له ټولو لوبډلو لوړ دی، که را روانې دوه لوبې پر له پسې وګټي نېغ په نېغه دوهم پړاو ته لار مومي.

حېدراباد لوبډله تېر کال هم نیمه پایلوبه کې کلکته د راشدخان د ښې الراونډرۍ په وسیله ماته کړه او چینای سره پایلوبې ته ووتله؛ خو پایلوبه کې د واټسن سلیزې دا لوبډله له اتلولۍ بې غمه کړه.

نن که حېدراباد پنجاب ته ماته ورکړي، نېټ رن رېټ یې لا لوړېدای شي او دوهم پړاو ته خورا نږدې کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی