په دوو اوونیو کې د آی پي اېل برخلیک معلومېږي

لیکنه: سمیع الله درانی 

د هندوستان د کرکټ د کنټرول اداره وایي، چې په دوو اوونیو کې به د دیارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.
سورف ګنګولي، چې د هندوستان د کرکټ بورډ مشر دی، د پنجشنبې په ورځ د جون په ۱۱مه وویل، چې د آی پي اېل د پیل په اړه د لوبډلو له مالکانو، ډونرانو او نورو ټولو اړخونو سره په خبرو بوخت دی او راتلونکو دوو اونیو کې به د یاد کرکټ لیګ د ترسراوي او یا هم نه ترسراوي په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.
د هندوستان د کرکټ د کنټرول اداره دا خبره په داسې حال کې کوي، چې د چهارشنبې په ورځ د جون په لسمه نېټه د کرکټ نړیواله شورا او اړوند هېوادونه ونه توانېدل، چې د نړیوال جام په اړه نېټه دقیقه پرېکړه وکړي.
د کرکټ نړیوالې شورا په اند، تر اوسه د نړیوال جام د ترسره کېدو او یا هم ځنډېدلو په اړه تصمیم نه دی نیول شوی او ښایي راتلونکي کې په دې اړه بیا غونډه او پرېکړه وشي.
دا دویم ځل دی، چې د کرکټ نړیواله شورا د نړیوال شل اوریز کرکټ جام په اړه غونډې بې پایلې پای ته رسوي.
له دې وړاندې د مې په ۳۱ مه نېټه هم یادې شورا پرېکړه کړې وه، چې د جون په لسمه به د نړیوال جام په اړه پرېکړه کېږي، خو وړمه ورځ هم دا پرېکړه ونه شوه او یو ځل بیا نړیوال جام له نامعلوم برخلیک سره مخ شو.
اوس د هندوستان کرکټ بورډ په دې لټه کې دی، چې له موقع نه په ګټنې د آی پي اېل لپاره هلې ځلې چټکې کړي.
د آی پي اېل په اړه هم تر اوسه مثبت خبر نه و، خو راتلونکې دوې اونۍ بیا یو څه هیله بښونکې دي، چې ښایي د یاد سوداګریز کرکټ لیګ په اړه پکې وروستۍ پرېکړه وشي.
تېر کې د آی پي اېل په اړه د کرکټ ماهرینو داسې خبرونه ورکړي وو، چې که نړیوال شل اوریز جام وځنډول شي، نو د هندوستان سوداګریزو لوبو ته به لاره پرانیستل شي.
د کرکټ نړیوالې شورا هلې ځلې
کله چې د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس په اړه ویلي، چې ښایي دا ناروغي په انسانانو کې تل پاتې شي؛ نو د کرکټ نړیواله شورا په دې لټه کې ده، چې په کرونایي حالاتو کې هم کرکټ پیل کړي او ادامه ورکړي.
د دې لپاره یادې شورا احتیاطي تدابیرو لارښوونې هم خپرې کړې او د ټېسټ لوبو په اړه یې هم د چهارشنبې په ورځ وضاحت ورکړ، چې هغه خبرونه د یاران وېب پاڼه کې د چهارشنبې په ورځ خپاره شوي او تاسې به کتلي وي.
د جولای میاشت د بندو لوبغالو د پرانیستنې میاشت ده
د جولای میاشت د کرکټ پیل لپاره هیله بخښونکې میاشت ده، ځکه په دې میاشت کې انګلستان د ویسټ انډیز پر وړاندې درې ټېسټ لوبو ته شین څراغ روښانه کړی او د ویسټ انډیز لوبډله هم انګلستان کې د تمریناتو لپاره چمتو ده.
که چیري دا ټېسټ لوبې په بریالۍ توګه ترسره شي؛ نو نورو لوبډلو ته به هم مُرال او جرائت ورکړل شي او سفرونه به وکړي.
پاکستان هم اراده کړې، چې له انګلستان سره ټېسټ لوبې وکړي.
د بنګله دېش او سریلانکا ترمنځ هم خبرې روانې دي، چې په سریلانکا کې ټېسټ لوبې ترسره کړي.
خو په ټوله کې د کرکټ نړیوالې شورا او نورو هېوادونو هڅې پیل کړي، چې کرکټ پیل کړي او یو ځل بیا لوبغاړي په شنو لوبغالو کې ولوبېږ او خلک یې لوبې د تلویزیونونو له لارې ننداره کړي.
ایا تاسې د کرکټ بیا پیل غوښتونکي یاست؟

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ازاده مبارزه؛ احمدولي هوتک د خپلي راتلونکې سیالۍ په اړه خبر ورکړ

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک وايي، د روان ۲۰۲۱م کال د راتلونکې مې میاشتې په ۱۴مه نېټه به د اذربایجاني سیال اُرخان وایلیو پر وړاندي ولوبیږي. هوتک پر خپلې ... نور ولولئ