
لیکنه: سمیع الله درانی
د هندوستان د کرکټ د کنټرول اداره وایي، چې د آې پي اېل د پیل لپاره کړکۍ یا وېنډو مخ پر خلاصېدو ده او درې میاشتې وروسته به یې لوبې پیل شي.
د سپورټس کیډا په نامه وېبپاڼې یو انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي، چې د سپټمبر په ۲۶ مه نېټه به د هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبې پیل شي او نومبر تر ۱۵ مې نېټې به دوام وکړي.
څو ورځې وړاندې د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې مشر سورف ګنګولي ویلي وو، چې د بندو دروازو تر شا یې د آې پي ایل پیل لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.
یادې سیالۍ به شاوخوا ۵۰ ورځې دوام وکړي، اته لوبډلې به پکې ولوبېږي او ممبيي لوبډله به یو ځل بیا له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.
د آی پي ایل دیارلسم پړاو او ټاکلي لوبغالي.
سږ کال د هندوستان سوداګریزو کرکټ لوبو دیارلسم پړاو ترسره کېږي، د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ویلي، چې سږ کال به یادې سیالۍ د اووه لوبغالو خلاف په دوو لوبغالو ترسره کېږي.
چینای او بنګلور هغه ایالتونه دي، چې دیارلسم پړاو سیالۍ به پرې ترسره شي.
د هندوستان حکومت هم وایي، چې د هندوستان په جنوبي دوو ایالتونو کې د نورو په پرتله د کرونا پېښې کمې دي.
مخکې تمه وه چې ممبيي به د لوبو د پرانیستې کوربه ایالت وي؛ خو هلته د کرونا پېښې زیاتې دي او لوبې به یواځې په چینای او بنګلور کې ترسره کېږي.
د آې پي ایل سیالیو اتلولۍ
نوموړې لوبې څلور ځل ممبيي انډیئنز لوبډلې ګټلي، درې ځلې چینای سوپر کېنګز ګټلي، دوه ځلې کلکتې لوبډلې ګټلي، یو ځل سنرايزر حيدر آباد، یو ځل راجستان او یو ځل دیکان چارجرز لوبډلې ګټلي دي.
ایا تاسې د آې پي ایل پیل ته لېواله یاست؟
کومه لوبډله مو خوښېږي؟