له سریلانکا وروسته دوبۍ د آی پي اېل د کوربتوب ټټر وهلی

لیکنه: سمیع الله درانی

له سریلانکا وروسته دوبۍ آی پي اېل کوربتوب ته ټټر وهلی. د آی پي اېل یا هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبو دیارلسم پړاو جنجالي شوی دی.
لا هم هندوستان د کرونا ویروس د زیاتو پېښو ثبت له امله یو له مخکښو هېوادونو دی او د هندوستان حکومت هم خلکو ته د لارښوونو په عملي کولو کې جدي دی.
رابه شو د آ ی پي اېل لوبو ته، د کرکټ ډېری مینه‌وال د آی پي اېل سیالیو د لیدلو ارمانجن دي او د پیل په اړه یې زیاتره مینه‌وال موږ ته مسیجې کوي چې آی پي اېل کله پېليږي.
زموږ ځواب هغه دی کوم چې د هندوستان کرکټ بورډ وړاندې کړی دی.
د هندوستان کرکټ بورډ وایي چې یادې لوبې تر نامعلومې نېټې ځنډول شوي دي.
په اپرېل میاشت کې د سریلانکا کرکټ بورډ مسوولینو  وویل که د هندوستان کرکټ بورډ ورسره موافق وي، نو د دیارلسم پړاو هندوستان سوداګریزو لوبو لپاره چمتو دي.
خو د هند کرکټ بورډ لخوا سریلانکا ته د هوکړې سر ونه خوځاوه.
اوس د عربي متحده اماراتو کرکټ بورډ د هندوستان


بورډ څخه غوښتي چې د یاد لیګ کوربتوب ته چمتو دي.
خو لا هم هندوستان د عربي متحده اماراتو کرکټ بورډ غوښتنې ته شین څراغ نه دی روښانه کړی.
دیارلسم پړاو آی پي اېل او هیلې
د نړۍ ډېری هېوادونو کرکټ لوبغاړو د نړیوال جام ترسره کولو ته چمتووالی ښودلی، خو د آې پي اېل سیالیو ځنډ ته د نړۍ ډېری لوبغاړي نه دي چمتو.
د اسټرالیا لوبغاړو ویلي که نړیوال جام وځنډول شي، نو د ای پي اېل سیالۍ ترسره کېدای شي.
د انګلستان ګڼ شمېر لوبغاړو د ای پي اېل پیل ته سترګې په لار دي.
ای بي ډیویلیرس یادو لوبو پیل ته هیلې غوټه کړي او د افغانستان لوبغاړي هم ورته بې صبره دي.
لا هم هندوستان سوداګریزو کرکټ سیالیو پیل ته هیلې شته او د لغوه کېدو غوڅه خبره یې نه ده شوې.
درنو لوستونکو! تاسې د ای پي اېل پېلېدل غواړئ او که ځنډېدل یې؟

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




قیس احمد د انګلستان ویټالټي بلاسټ سیالیو ته واخیستل شو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

قیس احمد د انګلستان په کورني لیګ «Vitality Blast» سیالیو کې ګډنوالې لوبډلې کینټ واخیست او ددې لیګ په راتلونکې پړاو کې به افغان لوبغاړی قیس احمد د یادې لوبډلې سره ولوبیږي. کینټ لوبډلې پر ... نور ولولئ