سپورټ کرکټ

د لوبډلو نېټ رن رېټ او دویم پړاو ته یې د تګ چانس

د آی پي اېل سوداګریزې کرکټ لوبې دېرش ورځې وروسته د نومبر په لسمه نېټه پای ته رسېږي.

په دې لیګ کې د تېر کال دوه مخکښې لوبډلې چینای سوپرکېنګز، کلکته او پنجاب یو څه زیانمنې دي؛ خو ځېنې یې بیا ښې شوي.

بنګلور لوبډله اوس مهال دویم ځای خپل کړی او ډیلي لومړي مقام کې ده.

په یاد لیګ کې د حیدراباد، پنجاب او راجستان نومرې مساوي دي او درې واړو لوبډلو څلور، څلور لوبې ګټلي او اته، اته نومرې لري.

بل پلو د کلکتې لوبډلې نومرې لس دي؛ خو له حیدراباد څخه یې چانس دویم پړاو ته کم دی.

نېټ رن رېټ او دویم پړاو ته د لوبډلو چانس

حیدراباد لوبډله کولای شي، د یوې بلې لوبې په ګټلو سره دویم پړاو ته ځان خورا نږدې کړي، ځکه د دې لوبډلې نېټ رن رېټ له لومړي سره مثبت روان دی او تر اوسه منفي شوی نه دی.

کله چې لوبډلې دویم پړاو ته ځي، ډېره پورې موقع د نېټ رن رېټ پر بنسټ کېږي.

د حېدراباد نېټ رن رېټ مثبت صفر اعشاریه صفر ۹۲ دی.

پنجاب لوبډله هم اته نومرې لري او نېټ رن رېټ یې منفي صفر اعشاریه ۱۷۷ دی، چې نسبت حیدراباد ته یې چانس دویم پړاو ته کم دی.

د کلکتې لوبډلې نومرې لس دي، خو نېټ رن رېټ یې صفر منفي ۸۲۸ دی او که حیدراباد یوه لوبه وګټي، نو د کلکتې لوبډلې چانس دویم پړاو ته کمېږي.

راجستان لوبډله اته نومرې لري، خو نېټ رن رېټ یې صفر اعشاریه ۶۲۰ دی.

په نېټ رن رېټ کې تر ټولو مخکښه لوبډله ممبيي ده، چې مثبت یو اعشاریه ۲۰۱ دی.

په اته لوبډلو کې د څلورو نېټ رن رېټ مثبت دی او د لوبو په ګټلو سره لا دویم پړاو ته تګ ته نږدې کېږي.

چینای لوبډله وروسته ده او دویم پړاو ته یې چانس خورا کم دی.

په آی پي اېل کې هره لوبډله څوارلس، څوارلس لوبې کوي او له دې جملې څخه هره لوبډله باید حد اقل له اووه څخه تر لسو پورې لوبې وګټي، ترڅو دویم پړاو ته لار پېدا کړي.

اوس مهال بنګلور او ډیلي اووه، اووه لوبې ګټلي او څلور، څلور لوبې یې پاتې دي.

چینای که پاتې څلور لوبې وګټي؛ خو که په غټ مرجن یا ستره کچه یې ونه ګټي، بیا یې هم دویم پړاو ته تګ ناممکن دی.

راجستان باید خپلې پاتې درې واړه لوبې وګټي، بیا نو په چانس دویم پړاو ته تللی شي.

پنجاب باید له خپلو پاتې ۴ لوبو درې وګټي، ترڅو دویم پړاو ته وخوځېږي.

خو که حیدراباد له پاتې څلورو لوبو درې وګټي دویم پړاو ته ځي او که دوه وګټي، بیا هم موقع د نورو کمزورو لوبډلو د لوبو په بایللو کې شته.

ممبيي باید په ۵ لوبو کې دوه نورې وګټي، ډیلي او بنګلور که یوه، یوه وګټي هم دویم پړاو ته او په اوسنیو لوبو یې هم خپل ځای دویم پړاو کې یقیني کړی دی.

کلکته لوبډله که له پاتې څلورو دوه وګټي او حیدراباد هم درې وګټي، نو د نومرو د مساوي کېدو په صورت کې به پرېکړه په نېټ رن رېټ کېږي.

PO.JPG

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ