سپورټ کرکټ

په آی پي اېل کې باید پاکستاني لوبغاړي وای

سپورټ یاران

د آی پي اېل یوه چارواکي سورېنډر کانا وایي، په آی پي اېل کې باید پاکستاني لوبغاړي ولوبول شي.

د هغه په خبره د پاکستاني لوبغاړو په ګډون سره به یادې لوبې لا جذابې او زړه‌پورې شي.

نوموړي زیاته کړې بابراعظم چې د نړۍ په یو مطرح لوبغاړی باید آی پي اېل کې ولیدل شي.

د دې سربېره هغه د شاهین افریدي یادونه هم کړې ده.

د هغه په ټکو ځوان چټک توپ اچوونکی د شاهین افریدي په څېر چتک بالر باید دې لیګ کې ولوبول شي.

د پاکستان لوبغاړي ولې آی پي اېل کې نه لوبول کېږي؟

په ۲۰۰۸ کې د آي پي اېل لوبو لړکې پاکستاني لوبغاړي ولوبول شول.

شاهد افریدي لس لوبې وکړې، سهیل تنویر هم په همدغه کال ذکر شوي لیګ کې تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه.

پنځه وېکټې او ۸ منډې یې ورکړې او آی پي اېل کې د توپ اچونې غوره څېره وبلل شو.

د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر په لانجمنه سیمه جګړې شوي او دې سیاسي کړکېچ د دوی په کرکټ هم منفي اغېز کړی.

دواړو لوبډلو دوه اړخیز یا بېلاټیرېئل لوبلړۍ نه ده کړې، ۲۰۱۳ کال کې دواړو پنځه لوبې وکړې چې درې یې پاکستان وګټلې.

له هغې راپدېخوا دواړو لوبې نه دي کړي او هند نه حاضرېږي، چې له پاکستان سره لوبې وکړي.

په نړیوالو جامونو کې تل د هندوستان لخوا پاکستانۍ لوبډله ماته شوې او سیریزونو کې بیا هندۍ لوبډله د پاکستان لږخلاف ماته شوې ده.

پاکستان او هند ۵۹ ټېسټ لوبې کړي، ۱۲ پاکستان او ۹ هندوستان ګټلي دي.

۱۳۲ یې یو ورځنۍ لوبې کړي دي، چې ۷۳ پاکستان ګټلي او ۵۵ یې هند ګټلي دي.

۸ یې شل اوریزې لوبې کړي، چې ۶ یې هند او یوه پاکستان ګټلي دي.

نورې لوبې د باران له امله لغوه او یا هم مساوي شوي دي.

Screenshot_2020-09-18-17-42-05-57.png

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ