د ۲۰۲۰ کال آې پي ایل سیالیو دیارلسم پړاو د مارچ په ۲۷ مه نېټه پیلېږي؛ د دې سیالیو لپاره ۹۷۱ لوبغاړو ځانونه ثبت کړي دي، د دغو لوبغاړو په منځ کې بیا د ځېنو لوبغاړو قېمتونه په ډاګه شوي دي.
د اسټرالیا پنځه لوبغاړي د دوه، دوه کروړه هندي کلدارو په بدل کې یې قېمتونه اعلان شوي دي.
ګلېن مکسویل، کرېس لیین، پټ کمېنس، جاش هزل ووډ او مېچل مارش هغه اسټرالیایي لوبغاړي دي، چې قېمتونه یې دوه کروړه، دوه کروړه هندي کلدارې اېښودل شوي دي.
د سویلي افریقا فسټ بالر ډیل سټین او د سریلانکا الراونډر انجیلیو متیوز لپاره هم دوه کروړه قېمت وړاندې شوی دی.
دا اساسي قېمتونه یا بېس پرایس دي.
د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه ۱۵ ورځې وروسته به د هندوستان په کلکته ښار کې د لوبغاړو د پېر مراسم یا بولي چمتو شي.
اوس په هندوستان کې د سید مشتاق علي په نامه کورنۍ شل اوریزې لوبې روانې دي، چې له دې لوبو هم د هند کرکټ بورډ د آې پي ایل لپاره اغېزناک هندي لوبغاړي رااخلي.
مکسویل چې اوس مهال له نړیوال کرکټ څخه لری دی او استراحت کوي؛ ګورو چې آې پي ایل کې د پېسو په بدل کې لوبېږي او کنه.
هغه په تېر کې له ډیلي او پنجاب لوبډلو سره لوبېدلی دی او کریس لیین بیا د کلکتې لوبډلې اوپنر دی.
پټ کمېنس له ممبيي، ډیلي او کلکتې لوبډلو سره په تېرو پړاوونوکې لوبېدلی.
سټین په تېر کې له بنګلور لوبډلې سره مل و او متیوز بیا په څو اې پي ایل سیالیوکې نه دی اخېستل شوی.
هندی روبېن اوتاپا بیا د یونیم کروړ هندي کلدارو په لېست کې دی، مورګن، ډېوېډ وایلي، کرېس ووکس او جېسن رای هم په یو نیم کروړ قېمتونو بولي ته وړاندې کېږي.
د ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل سیالیو بولي ته ۷۱۳ هندي لوبغاړو او ۲۵۸ بهرنیو لوبغاړو نوملیکنه کړې ده.
درې افغان لوبغاړي، محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب الرحمن لا له وړاندې د خپلو لوبډلو له خوا اخېستل شوي یا رېټاین شوي دي.
راشدخان په ۲۰۱۸ م کال بولي کې په یو ملیون، ۴ سوه ۱۵ زره او ۷ سوه ډالر اخېستل شوی و، چې د ۹ کروړه هندي کلدارو سره معادل راځي.
محمد نبي عیسی خېل په ۱۵۷ زره او ۳۰۰ ډالرو اخېستل شوی و.
مجیب الرحمن په ۶ لکه او ۲۹ زره امریکایي ډالرو اخېستل شوی و او ظاهرخان بیا په ۹۴ زره او ۳۸۰ ډالرو د راجستان لوبډلې له خوا اخېستل شوی و.
د دوی سربېره شهزاد محمدي، شفیق الله شفق، نجیب الله ځدران، دولت ځدران، شاپور ځدران او ګلبدین نایب هم بولي ته ځانونه ثبت کړي وو؛ خو وانخېستل شول.
سږ کال ګورو چې څو افغان لوبغاړي به آې پي ایل لیګ کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړي؟
ستاسو په اند کوم افغان لوبغاړي به آې پي ایل کې واخېستل شي او تاسو کوم یو ته غواړئ، چې چانس ورکړل شي؟