IPL کې میډن اورونه: دغو لوبغاړو پرته له منډې ورکولو اورونه ویستلي

سپینه تجريدي ډیزاین

په شل اوریزو لوبو کې د اوور میډن کول، سخت دي، خصوصاً بیا په سوداګریزو لیګونو کې. ځکه ټول پياوړي لوبغاړي وي، هر لوبغاړی هڅه کوي چې په هر بال باندې ډیرې منډې واخلي.
نن د مشهور شل اوریز سوداګریز لیګ (IPL) کې هغه توپ اچوونکي درپيژنو چې یې پرته له منډې ورکولو یې اورونه ویستلي دي:
پراوین کومار
پراوین کومار د آې پي ایل لوبو په ټولو پړاوونوکې تر دې دمه ۱۴ اورونه مېډن کړي دي او د جدول په سر کې دی.

دی د هندۍ لوبډلې پخوانی لوبغاړی او منځنی توپ اچوونکی دی، چې اوس تقاعد شوی دی، هغه ته په هندوستان کې د سوېنګ توپ اچونې پاچا هم وایي.
د پراوین د توپ اچونې سرعت او چټکتیا کمه ده؛ خو لاین کابو کول او سوېنګ توپ اچوونه یې ډیره ښه ده.
لکه چې افغان لوبډله کې مېروېس اشرف مېډیم توپ اچوونکی دی او لاین یې ډېر کابو دی، پراوین کومار هم همداسې دی.
کومار په ۲۰۰۸ کال کې آې پي ایل سیالیو ته راغی. له هغه وخته تر تقاعد پورې ۱۱۹ لوبو کې ۴۲۰ اعشاریه ۴ اورونه کړي دي او په دغو اورونو کې یې ۱۴ اورونه مېډن کړي دي.
۲۰۰۸ کال کې له بنګلور لوبډلې سره او په ۲۰۱۴ کال کې بیا له پنجاب سره و.
پراوین کومار د آې پي ایل په تاریخ کې لومړی توپ اچوونکی دی، چې ډېر اورونه یې مېډن کړي دي.
عرفان پټان
عرفان پټان د هندوستان مسلمان کیڼ لاسی چټک توپ اچوونکی دی، چې اوس یې لوبو سره مخه ښه کړې.

هغه په مېډن اورونو کې دوهم مقام کې دی او ۱۰ اورونه یې مېډن کړي.
دی هم سوېنګ او چټکې توپ اچونه کې نوم لري.
دی د آې پي ایل سیالیو په لړ کې له مختلفو لوبډلو سره لوبېدلی، ۲۰۱۷ م کال کې له ګوجرات لاینز لوبډلې سره ولوبېد او ۲۰۱۸ کال آې پي ایل سیالیو کې نه و.
عرفان پټان ټول ۱۰۳ لوبې کړي دي، ۳۴۰ اعشاریه ۳ اورونه یې ترسره کړي، اتیا وېکټې یې اخېستي او لس اورونه یې مېډن کړي دي.
لسېت ملېنګا

۲۰۰۹ کال کې آې پي ایل سیالیو ته راغی، ۴۲۶ اعشاریه ۲ اورونه یې کړي، اته اورونه یې مېډن کړي او ۱۸ وېکټې یې په اول پړاو آې پي ایل کې واخېستې.
ملېنګا ۱۱۰ لوبو کې ۱۵۴ وېکټې اخېستي، ده ته د کرکټ په نړۍ کې د یارکر توپ غورځونې پاچا هم ویل کېږي.
سندیپ شرما

سندیپ شرما چټک هندی توپ اچوونکی دی، ده ۶۸ لوبې کړي دي چې ۲۴۸ اعشاریه یو اورونه یې ترسره کړي دي، ۸۳ وېکټې یې اخېستي او ۸ اورونه یې مېډن کړي دي، هغه اوس سن رایزرز حېدراباد لوبډلې سره لوبېږي.
دَول کلکرني
دول کلکرني د ممبيي انډینز لوبډلې ترڅنګ په نورو لوبډلو کې هم لوبېدلی دی، ۲۰۱۶ کال کې یې په ۱۴ لوبو کې ۱۸ وېکټې اخېستې وې.

ده ۸۰ لوبو کې ۲۵۲ اعشاریه ۵ اورونه کړي ۷ اورونه یې مېډن کړي او ۷۹ وېکټې یې اخېستي دي.
ډیل سټین

۲۰۱۳ کال کې له حېدراباد لوبډلې سره و، په ۱۷ لوبوکې یې ۱۹ وېکټې اخېستې وې.
۹۰ لوبو کې یې ۳۴۳ اورونه کړي دي او ۷ اورونه یې پکې مېډن ایستلي دي، دی شپږم لوبغاړی دی، چې اې پي ایل کې یې زیات اورونه مېډن کړي دي.
بونېشور کومار
ده ۱۰۲ لوبوکې ۱۲۰ وېکټې اخېستي دي؛ نوموړي ۳۷۶ اعشاریه ۲ اورونو کې ۷ اورونه مېډن ترسره کړي دي.
امېت مېشرا
۱۳۶ لوبوکې یې ۱۴۶ وېکټې اخېستي دي، درې ځلې یې د وېکټو هټریکونه کړي دي.
ده شپږ اورونه مېډنه کړي دي او اتم مقام کې دی.
هربجن سېنګ

۱۴۹ لوبو کې یې ۱۳۴ وېکټې اخېستي ۵۱۶ اعشاریه دوه اورونه یې ترسره کړي او پنځه اورونه یې مېډن کړي دي، دی نهم بالر دی چې زیات اورونه مېډن کوي.
۲۰۱۸ کال کې له چینای لوبډلې سره ولوبېد.
مُناف پټېل

مناف پټېل د هندوستان مېډیم فسټ توپ اچوونکی و، چې ۲۰۱۱ کال پورې هندۍ لوبډلې سره ولوبېد.
هغه د آې پي ایل په تاریخ کې ۵ اورونه مېډن کړي دي.
۶۳ لوبې یې کړي دي ۲۲۵ اعشاریه ۵ او اورونه یې ترسره کړي.
ظهیر خان

ظهیرخان د هندوستان چټک کیڼ لاسی مسلمان توپ اچوونکی دی، هغه پوره سل لوبې کړي دي، ۱۰۲ وېکټې یې اخېستي دي او ۳۶۶ اعشاریه ۴ اورونه یې ترسره کړي دي.
ده هم ټول پنځه اورونه مېډن کړي دي.
د افغان ګوګلي ماسټر راشد خان نوم ځکه د مېډن اورونو په لوبغاړو کې نشته؛ چې نوموړی اوس د آې پي ایل سیالیو ته داخل شوی دی او که ډېر وخت پورې ولوبېږي، دی هم ښايي دې برخه کې مخکښ شي.