د ممبيي لوبډلې څلور فري هیټونه او د ډیلي درېیمه بریا

د ممبيي او ډیلي کپېټلز ترمنځ د آی پي اېل دیارلسمه لوبه د سه شنبې په ورځ په چینای ایالت کې ترسره شوه.

ممبيي لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د روهېټ شرما د ۴۴ منډو په مرسته ۱۳۷ منډې وکړې.

د ډیلي لپاره امېت مېشرا څلور وېکټ واخیستې.

د ډیلي د توپوهنې په پاڼۍ کې لوبه تر وروستیو شېبو خورا حساسه روانه وه.

په دوه اورونو کې پنځلس منډې پاتې وې، چې جسپرېت بومرا نولسم اوور ته راغی.

ده په دې اوورکې درې فري هیټونه ترسره کړل او په دې اساس اوور کې د ممبيي دې خطرناک بالر لس منډې ورکړې.

علت همدا شو، چې دا لوبډله ماته شوه او ډیلي لوبه په ۶ وېکټو وګټله.

که بومرا په دې اوور کې فري هیټونه نه وای کړی او شپږ منډې یې ورکړې وای؛ نو وروستي اوور ته ۹ منډې پاتې کېدې، چې د ډیلي لپاره به یې پوره کول ستونزمن شوي وای.

له بومرا په وروستیو اورونو کې د کمو منډو تمه کېدای شي، ځکه نوموړي تل په وروستیو اورونو کې خطرناکې یارکرې کړي او لوبغاړي یې د غټ شاټ وهلو ته نه دي پرېښي.

د شلم اوور په دویم توپ کېرن پولارډ نو بال وکړ او لوبه ډیلي ته په واک کې ورکړل شوه.

د لوبې غوره لوبغاړي جایزه امېت مېشرا ترلاسه کړه او ډیلي په څلورو لوبو کې په درېیوو بریاوو سره خپلې نومرې شپږو ته ورسولې او د نومرو جدول کې یې دویم ځای خپل کړ.

د ممبيي لوبډله په دوو ماتو او دوو بریاوو سره د نومرو جدول کې څلورم شوه.

لومړی مقام د بنګلور لوبډلې، درېیم له چینای، څلورم له کلکتې، پنځم له راجستان، شپږم له پنجاب او وروستی مقام له حیدراباد سره دی.

د چهارشنبې په ورځ د اپرېل په یوویشتمه حیدراباد او پنجاب لوبه لري.

۲۰۲۰ کې د آی پي اېل زیات فري هیټونه

د دې لیګ د ۲۰۲۰ په اوږدوکې پنځه لوبډلو ډېر فري هیټونه کړي دي.

سنرایزرز حیدراباد لوبډلې پنځه فري هیټونه ترسره کړي وو.

رایلز چلېنجرز بنګلور ۶ فري هیټونه ترسره کړي وو.

چینای لوبډلې هم شپږ فري هیټونه ترسره کړي وو، د ډیلي لوبدلې ۷ فري هیټونه ترسره کړي وو او د راجستان لوبډلې ۱۱ فري هیټونه کړي وو.

او د ممبيي لوبډلې په ۱۳ مه لوبه کې د ډیلي پر وړاندې ۴ فري هیټونه ترسره کړل، چې بومرا په نولسم اوور کې ۳ فري هیټونه او پولارډ یو ترسره کړ.

 

 

وروستي مطالب