
که څه هم د آی پي اېل لوبې په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوي خو له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې ځینې لوبغاړي توانېدلي، چې په وروستي توپ یې شپږیزه ووهي او لوبه وګټي.
په دې لېست کې د هندوستان او نورو هېوادونو هغه لوبغاړي شامل دي، چې په آی پي اېل کې لوبېدلي او یا هم لوبېږي.
په وروستي توپ شپږیزه وهلو کې لومړی ریکارډ د هندي پیلیز توپوهونکي روهېټ شرما دی.
روهېټ شرما د آی پي اېل په دویم پړاو ۲۰۰۹ کې د ډیلي کپېټلز لپاره په داسې حال کې په وروستي توپ شپږیزه ووهله چې یوه منډه پاتې وه او یو توپ پاتې و.
ده د بنګله دېشي مشرفي مرتضی توپ له پولې واړاوه او د کلکتې لوبډلې پر وړاندې یې دا کارنامه وکړه.
دا لومړی ځل و چې په یو توپ شپږیزه ووهل شوه.
دویم ځل په وروستي توپ شپږیزه هم روهېټ شرما وهلې ده، هغه په ۲۰۱۱ کې د پونه وریئرز لوبډلې پر وړاندې په وروستي توپ شپږیزه ووهله او ممبيي لوبډله یې بري ته ورسوله او د مورلي کارتېک پر وړاندې یې شپږیزه له پولې بهر کړه.
۲۰۱۱ کې امبټي ریوډو د نالاجي بالاجي د شلم اوور وروستی توپ په داسې حال کې شپږیزه کړ، چې په یو توپ څـلور منډې پاتې وې او د کلکتې پر وړاندې یې ممبيي لوبډله یې بري ته ورسوله.
۲۰۱۲ کې روهېټ شرما د ډیلي پر وړاندې د ډانیئل کرېسچېئن وروستی توپ شپږیزه کړ او لوبه یې د ممبيي لپاره په داسې حال کې وګټله، چې درې منډې پاتې وې.
۲۰۱۲ کې سوراب تېواري د پونه لوبډلې پر وړاندې د اشیش نِهرا وروستی توپ په داسې مهال شپږیزه کړ، چې په یو توپ درې منډې پاتې وې.
هغه له رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې سره لوبېده.
ډوېن براوو په ۲۰۱۲ کې د کلکتې پر وړاندې د باتیا توپ په داسې حال کې شپږیزه کړ، چې په یو توپ ۵ منډې پاتې وې او چینای لوبډله یې بري ته ورسوله.
۲۰۱۶ کې ایم ایس ډوني د اکسر پټېل وروستی توپ په داسې حال کې شپږیزه کړ، چې د پنجاب لوبډلې پر وړاندې چینای ته په یو توپ شپږ منډې اړتیا وه.
۲۰۱۹ کې د نیوزیلېنډ مېچل سنټنر د انګلستاني بېن سټوکس وروستی توپ د چینای لپاره شپږیزه او لوبه یې وګټله.
چینای ته په یو توپ ۳ منډې پاتې وې.
او د ۲۰۲۰ آی پي اېل په ۳۱ مه لوبه کې پنجاب لوبډلې ته په یو توپ یوه منډه پاتې وه، چې نیکولاس پوران د بنګلور پر وړاندې شپږیزه ووهله او لوبه یې په شپږیزه خپله کړه.