
د آی پي اېل له تاسیس څخه تر اوسه پورې دولس کاله تېرېږي، خو په لړ کې یې داسې لوبغاړي تېر شوي، چې ای پي اېل کې یې په یوازې ځان یوه لوبه کې ریکارډي منډې کړي او د آی پي اېل په وېبپاڼه کې د ریکارډ په توګه ثبت دي.
خو د ریکارډ دغه لیست یا نوملړ ته هرکال نوي لوبغاړي ور پورته کېږي او ثبت کېږي.
تازه په ریکارډونو کې د کی اېل راهول سلیزه او تېره شپه د آی پي اېل نهمه لوبه کې د میانک اګروال سلیزه وه، چې ثبت شوې.
د توپوهونکي لخوا په یوازې ځان یوه پاڼۍ کې زیاتې منډې
Chris Gayle (175* vs Pune Warriors, April 23 2013)
کرېس ګېل چې د نړۍ په کچه د شپږیزو د پاچا په نامه مشهور دی، په آی پي اېل کې یې هم خپل برم ساتلی دی او ۲۰۱۳ کې یې داسې توپوهنه وکړه، چې اووه کاله وروسته یې هم د نړۍ هیڅ لوبغاړي د ریکارډ په ماتولو نه دی توانېدلی.
هغه په ۲۰۱۳ کې د پونه وریئرز لوبډلې پر وړاندې یوه لوبه کې ۱۷۵ منډې وکړې او ناټ اوټ ووت.
هغه اوپننګ ته راغلی و او په ۶۶ توپونو یې د ۲۶۵ اعشاریه ۱۵ سټرایک رېټ سره مخته ولاړ او په
۱۳۰ منډو یې پونې ته ماته ورکړه.
برېنډن مکالم
Brendon McCullum (158* vs Royal Challengers Bangalore, April 18 2008)
د نیوزیلېنډ برید کوونکی پیلیز توپوهونکی و، په ۲۰۰۸ آی پي اېل کې یې په خپله لوبه کې د لومړي ځل لپاره د زیاتو منډو ریکارډ جوړ کړ او پنځه کاله په همدغه ریکارډ مقیم و.
خو پنڅه کاله وروسته ترې لومړی ځای کرېس ګېل ونیو.
برېنډن مکالم د بنګلور لوبډلې پر وړاندې ۱۵۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.
مکالم هغه مهال کلکتې لوبډلې سره لوبېده.
ای بي ډیویلیرس
AB de Villiers (133* vs Mumbai Indians, May 10 2015)
۲۰۱۵ کال کې ای بي ډیویلیرس د ممبيي لوبډلې خلاف ۱۳۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او درېیم نمبر زیاتې منډې وې.
ویرات کولي او ای بي دیویلیرس تر ۲۱۵ منډو پورې یو بل سره ملګرتیا وکړه.
آر سي بي یواځې یوه وېکټ له لاسه ورکړه او ۲۳۵ منډې یې هدف یې کېښود.
رېشاب پنټ
Rishabh Pant (128* vs Sunrisers Hyderabad, May 10 2018)
د ډیلي کپېټلز کرکټ لوبډلې کیڼ لاسی او وېکټ ساتونکی توپوهونکی دی، ده په ۲۰۱۸ کال آی پي اېل کې د حیدراباد کرکټ لوبډلې خلاف ۱۲۸ ناسوځېدلې منډې وکړې؛ خو لوبه یې حېدراباد لوبډلې ته وبایلله.
هغه ۱۵ څلوریزې او ۷ شپږیزې وهلې وې.
مورالي وېجی
Murali Vijay (127 vs Rajasthan Royals, April 3 2010)
د ۲۰۱۰ د اپرېل په درېیمه نېټه ویجي د راجستان لوبډلې پر وړاندې ۱۲۷ منډې وکړې او راجستان ته د چینای لخوا ۲۴۶ منډې هدف ورکړل شو.
ډېوېډ وارنر
David Warner (126* vs Kolkata Knight Riders, April 30 2017)
ډېوېډ وارنر د ۲۰۱۷ کال د اپرېل په ۳۰ مه نېټه د کلکتې لوبډلې پر وړاندې ۱۲۶ ناسوځېدلې منډې وکړې ۸ یې شپږیزې او ۱۰ یې څلوریزې وهلې وې.
حېدراباد کرکټ لوبډلې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۹ منډې وکړې.
وېرېنډر سېواګ
Virender Sehwag (122 vs Chennai Super Kings, May 30 2014)
۲۰۱۴ کال کې یې د چینای سوپرکېنګز لوبډلې خلاف ۱۲۲ منډې وکړې، سېواګ ۱۲ څلوریزې او ۸ شپږیزې وهلې وې او د پنجاب لخوا چینای ته ۲۲۷ منډې هدف ورکړل شو.
چینای ټولې ۲۰۲ منډې وکړې او لوبه ترې پنجاب ګټلې وه.
پال والتاټي
Paul Valthaty (120* vs Chennai Super Kings, April 13 2011)
پال والتاټي د هندوستان کرکټ لوبغاړی و، چې د چینای لوبډلې خلاف یې د پنجاب ملا وتړله.
ده په ۲۰۱۱ کال کې ۱۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې، ۱۹ څلوریزې او ۲ یې شپږیزې وهلې وې.
شېن واټسن
Shane Watson (117* vs Sunrisers Hyderabad, May 27 2018)
۲۰۱۸ کال کې یې د حیدراباد پر وړاندې ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او د چینای کرکټ لوبډله یې تر اتلولۍ ورسوله.
یوولس څلوریزې او ۸ شپږیزې یې وهلې وې.
نوموړي وکولای شول، چې د حېدراباد ۱۷۹ منډې هدف چېس کړې.
انډریو سېمونډز
Andrew Symonds (117* vs Rajasthan Royals, April 24 2008)
د راجستان لوبډلې پر وړاندې یې په ۲۰۰۸ کال کې ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ۱۱ څلوریزې او ۷ یې شپږیزې وهلې وې.
دیله دیکن چارجرز کرکټ لوبډلې سره ولوبېد.
د ۲۰۲۰ د سپټمبر په ۲۴مه نېټه د آی پي اېل په ۶ مه لوبه کې کی اېل راهول د پنجاب کرکټ لوبډلې لپاره د بنګلور خلاف په ۶۹ توپونو ۱۳۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او بنګلور کرکټ لوبډلې ته یې په ۹۷ منډو ماته ورکړه.
د همدې کال د سپټمبر په ۲۸ مه نېټه میانک اګروال د راجستان لوبډلې پر وړانډې ۱۰۶ منډې وکړې او د راجستان ته یې ۲۲۴ منډې هدف ورکړ.
خو دا لوبه راجستان په ۴ وېکټو وګټله.