سپورټ کرکټ

په آی پي اېل کې چټکې پنځوسیزې

د آی پي اېل په تاریخ کې د چټکو نیمه سلیزو لړۍ له ۲۰۰۹ څخه پیل شوې ده.

په ۲۰۰۹ کې لومړی ځل چټکه نیمه سلیزه په ۱۷ توپونو د اسټرالیا کیڼ لاسي ویکټ‌ساتونکي توپوهونکي ادم ګېل کرېسټ ووهله، هغه دغه نیمه سلیزه د ډیلي لوبډلې خلاف ووهله، چې ۵ شپږیزې او ۱۰ څلوریزې پکې شاملې، نوموړي په دې لوبه کې په ۸۵ منډې وکړې.

تر ټولو په چټکه نیمه سلیزه کې بیا لومړی مقام د پنجاب اوپنر توپوهونکي او اوسني لوبډلمشر کی اېل راهول سره دی، هغه په ۱۴ توپونو د ۴ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۵۱ منډې وکړې.

هغه دا ریکارډ په ۲۰۱۸ کې د ډیلي لوبډلې خلاف ثبت کړ.

یوسف پټان په ۲۰۱۴ کې د کلکتې لوبډلې په ګټه د اووه شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته د حیدراباد لوبډلې پر وړاندې په ۱۵ توپونو نیمه سلیزه ووهله او دې لوبه کې یې ۷۲ منډې وکړې.

سونېل نرېن د کلکتې لوبډلې لپاره په ۲۰۱۷ کې د بنګلور خلاف په ۱۵ توپونو نیمه سلیزه ووهله ۵۴ منډې یې وکړې، ۶ څلوریزې او ۴ یې څلوریزې وهلې وې.

۲۰۱۴ کې سورېش رېنا د پنجاب لوبډلې پر وړاندې په ۱۶ توپونو نیمه سلیزه وهلې وه، ۱۲ څلویزې او ۶ یې شپږیزې وهلې وې.

هغه په دې لوبه کې ۸۷ منډې کړې وې.

۲۰۱۳ کې کرېس ګېل د پونه جنګیالیو لوبډلې پر وړاندې په ۱۷ توپونو نیمه سلیزه ووهله او دې لوبه کې یې ۱۷۵ ناسوځېدلې منډې هم وکړې.

کرېس مورېس په ۲۰۱۶ کې په ۱۷ توپونو نیمه سلیزه ووهله، چې ۸ شپږیزې او ۴ څلوریزې پکې شاملې وې، هغه دا منډې د ګوجرات لاینز لوبډلې پر وړاندې د چینای  په ګټه وکړې.

اېشن کېشن په ۲۰۱۸ کې د ممبيي لوبډلې په ګټه د کلکتې خلاف په ۱۷ توپونو نیمه سلیزه ووهله او د ۶ څلوریزو او ۵ شپږیزو په مرسته یې ۶۲ منډې یې کړې وې.

هارډېک پانډیا ۲۰۱۹ کې د کلکتې خلاف په ۱۷ توپونو نیمه سلیزه وهلې وه، دوه څلوریزې او ۷ شپږیزې یې وهلې وې.

په دې لوبه کې یې ۹۱ منډې کړې وې.

۲۰۱۶ کې کېرون پولآرډ په ۱۷ توپونو ۵۱ منډې کړې وې؛ ۶ شپږیزې او دوه یې څلوریزې وهلې وې.

د ۲۰۲۰ آی پي اېل لسمه لوبه کې یې د بنګلور لوبډلې پر وړاندې په ۲۰ توپونو نیمه سلیزه ووهله.

ای بي ډیویلیرس په همدې لوبه کې په ۲۴ توپونو نیمه سلیزه پوره کړه.

رېشاب پنټ او جاس بټلر  په ۲۰۱۸ او ۱۹ کلونو کې په ۱۸ او ۱۸ توپونو نیمه سلیزې وهلې وې.

fjfj jfkd kdl.JPG

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ