د آی پي اېل د جایزو پیسې پنځوس سلنه کمېږي

سپینه تجريدي ډیزاین

یاران سپورټس
د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ویلي، چې د آې پي ایل د جایزو پیسې پنځوس سلنه کمبود مومي.
یادې ادارې څرګنده کړې، چې د آې پي ایل ګټونکې لوبډله به له دې وروسته ۱۰ کروړه هندي کلدارې اخلي او بایلونکې لوبډله به یې یا دویم مقام اخیستونکې لوبډله به یې ۶ اعشاریه ۲۵ کروړه روپۍ ترلاسه کوي.
د آې پي ایل سیالیو مالي ملاتړ کوونکو او نورو دخیلو اړخونو ویلي، چې د آې پي ایل د پلی اف یا د یو پړاو وروستیو لوبو پېسې هم کمېږي او د دې سربېره به د داخلي او بهرنیو لوبغاړو په اخیستو کې د پېسو له پلوه احتیاط کېږي.
د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ویلي، چې دا اصول د ۲۰۲۰م آې پي ایل سیالیو له پلی اف لوبو پیلېږي.
د ایلېمنېټر سیالیو او پلی اف لوبو بایلونکې لوبډلې به ۴ اعشاریه ۳۷۵ کروړه هنډۍ روپۍ اخلي.
۲۰۱۹م اې پي ایل لوبو کې ګټونکې لوبډلې ته ۲۰ کروړه هندۍ روپۍ د جایزې په توګه ورکړل شوې وې او بایلونکې لوبډلې ته یې ۱۲ نیم کروړه هنډۍ روپۍ ورکړل شوې وې.
د هند د کرکټ د کنټرول ادارې ویلي، چې دوی به مخکې یو لوبغالی په پنځوس لکه هندي کالدارې په حجاره اخیستل کېده او اوس به دغه لوبغالي په ۲۰ او یا هم ۳۰ لکه هندي کلدارو نیول کېږي.
د دې سربېره به د لوبډلو لپاره د روزونکو نیولو برخه کې هم د پیسو کموالی مطرح دی او که یو روزونکی مخکې په لوړو پېسو نیول کېده، له دې وروسته به تخفیف په نظر کې نیول کېږي.
IPL 15.PNG

About ياران ټیم 3435 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.