فبروري 27, 2021

د IPL په تاریخ کې په لوړه بیه ۱۰ رانیول شوي لوبغاړي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د هند آی پي ایل سیالیو راتلونکې پړاو ته د لوبغاړو رانیولو بولي تېره پنجشنبه په چینای ښار کې ترسره شوه، چې په مهال یې کریس موریس تر ټولو لوبغاړو په خورا لوړه بیه وپېرل شو.

 

د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړي کریس موریس په ۷۵ لکه هندۍ کالدارې بولي ته نوملیکنه کړې وه، چې په همدې بیه بولي ته هم وړاندې شو.

 

تر وړاندې کېدو وروسته د موریس پر سر دریو لوبډلو ممبي انډینز، بنګلور او راجستان سیالي پیل کړه، چې په پای کې راجستان رویالز لوبډلې موریس په ۱۶ کروړه او ۲۵ لکه هندۍ کالدارو واخیست.

 

په دې سره موریس د سږ کال ترڅنګ د آی پي ایل په تاریخ کې ګران ترینه لوبغاړی شو، چې یوه لوبډله یې په ډېرو پیسو اخلي.

 

د سږ کال په بولي کې په لوړ قیمت لس اخیستل شوي لوبغاړي

 

۱- کریس موریس په ۱۶ کروړه او ۲۵ لکه راجستان رویالز لوبډلې واخیست،

 

۲- کیلي جېمسون په ۱۵ کروړه بنګلور لوبډلې واخیست،

 

۳- کلین مکسویل په ۱۴ کروړه او ۲۵ لکه بنګلور لوبډلې واخیست،

 

۴- ریچارسن په ۱۴ کروړه پنجاب لوبډلې واخیست،

 

۵- ګوتام په ۹ کروړه او ۲۵ لکه چینای لوبډلې واخیست،

 

۶- ریلي میردیت په ۸ کروړه پنجاب لوبډلې واخیست،

 

۷- موني اعلي په ۷ کروړه چینای لوبډلې واخیست،

 

۸- شاروخ خان په ۵ کروړه او ۲۵ لکه پنجاب لوبډلې واخیست،

 

۹- ټام کوران په ۵ کروړه او ۲۵ لکه ډهلي کپیټلز لوبډلې واخیست،

 

۱۰- ناتن کولټر نیلي په ۵ کروړه ممبي انډینز لوبډلې واخیست.

 

د آی پي ایل په تاریخ کې په لوړ قیمت لس رانیول شوي لوبغاړي

 

۱- کریس موریس په ۲۰۲۱م کال کې راجستان لوبډلې په ۱۶،۲۵ کروړه واخیست،

 

۲- یوراج سینګ په ۲۰۱۵م کال کې ډهلي کپیټلز لوبډلې په ۱۶ کروړه واخیست،

 

۳- پات کومینز په ۲۰۲۰م کال کې کلکتې لوبډلې په ۱۵،۵۰ کروړه واخیست،

 

۴- کیلي جېمسون په ۲۰۲۱م کال کې بنګلور لوبډلې په ۱۵ کروړه واخیست،

 

۵- ګاتم کمبیر په ۲۰۱۱م کال کې کلکتې لوبډلې په ۱۴،۹ کروړه واخیست،

 

۶- بین سټوکس په ۲۰۱۷م کال کې پوني لوبډلې په ۱۴،۵۰ کروړه واخیست،

 

۷- مکسویل په ۲۰۲۱م کال کې بنګلور لوبډلې په ۱۴،۲۵ کروړه واخیست،

 

۸- ریچارډسن په ۲۰۲۱م کال کې پنجاب لوبډلې په ۱۴ کروړه واخیست،

 

۹- یوراج سینګ په ۲۰۱۴م کال کې بنګلور لوبډلې په ۱۴ کروړه واخیست،

 

۱۰- بین سټوکس په ۲۰۱۸م کال کې راجستان لوبډلې په ۱۲،۵ کروړه واخیست.

 

 

د هند آی پي ایل څوارلسم پړاو

 

ټاکل شوې د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو د اتو لوبډلو ترمنځ راتلونکې اپرېل میاشت په هندوستان کې پیل شي.

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب