د هند کريکټ بورډ غړي د IPL لوبو د وخت په تغير باندي موافقې ته ونه رسيدل.

خبريال: مدثر دعوت
د هندوستان پريمرليګ په راتلونکي مارچ مياشت کي پيليږي.
د هندوستان کريکټ بورډ ځينو غړو او د IPL ليګ مسؤلينو غوښتل چي ددې لوبو وخت د ماښام د ۸ بجو څخه ۰۷:۳۰ بجو ته بدل کړي خو ددې نيم ساعت توپير لپاره هم سره راضي نسول.
د هند کريکټ بورډ مشر سورب ګنګولې د رسنيو سره په خبرو کي ويلي: د ورځنيو لوبو په مينځ کي به ۵ ساعتونه توپير وي،د تيرکال په څير به يوه لوبه د هندوستان په وخت مازديګر. ۴:۰۰ بجې وي او بله لوبه به ماښام .۸:۰۰ بجې وي.
ګنګولې همدارنګه وويل پايلوبه به د احمد اباد پرځای په ممبی کي ترسره او همدا به زموږ وروستۍ پريکړه وي.
د هندوستان پريمرليګ لپاره سږکال هم ډير افغان لوبغاړي بولۍ ته وړاندي سوه،خو هماغه راشدخان،محمدنبي او مجيب الرحمن به د خپلو پخوانيو لوبډلو سره لوبيږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.