بریا او پرمختګ سپورټ کرکټ وزش او تمرین

د چینای لوبډلې زاړه لوبغاړي او د لوبډلې ځوړ

د آی‌پي‌اېل سیالیو په دوام سږ کال د چینای لوبډله له ځوړ سره مخ ده او بالاخره د نومرو په جدول کې وروستي ځای ته لوېدلې ده.

دې لوبډلې ټولې لس لوبې کړي او ۷ یې بایللي دي.

اوس ډېری کرکټ مینوال وایي چې د دغې لوبډلې ډېری لوبغاړي زاړه دي او له همدې امله نشي کولای چې له انرژۍ ډکه لوبه نندارې ته وړاندې کړي.

ښه بېلګه یې ډوني یادوي، چې د حیدراباد خلاف لوبه کې ستړی برېښېده او څو ځلې ورته ډاکټر د حال پوښتنې لپاره لوبغالي ته راغی.

هغه مهال عرفان پټان هم د ډوني د عمر په اړه انتقاد کړی و او هاربجن سېنګ یې هم ملاتړ کړی و.

د لوبډلې لوبغاړي

ایم ایس ډوني؛ د کرکټ په کچ یې عمر ۳۹ کاله دی؛ خو ممکن حقیقي عمر یې له پنځوسو پورته وي، ځکه ډېری لوبغاړي د کرکټ برخه کې خپل اصلي عمر نه لیکي.

په کرکټ که څه هم تجربه مهمه ده، خو پر دې سربېره انرژي او ځواک ډېر مهم دی، چې لوبغاړي ښه شاټونه ووهي او په لوبغالي کې د منډې وهلو او ډګر ساتنې برخه کې ځان څرګند کړي.

ډېری لوبغاړي غواړي، له ۳۸ کلنۍ اخوا خپل کرکټ پرېږدي او ځای یې ځوان لوبغاړي ډکوي.

شېن واټسن؛ د اسټرالیا لپاره د خپل وخت پیاوړی الراونډر و او د کرکټ د نړۍ ستر کرکټ ستوری و؛ خو اوس یې مود پای ته رسېدلی او هغه د لوبې انرژي کمه ده.

دی ۳۹ کاله عمر لري او په لسو لوبو کې په بشپړ ډول لوبېدلی؛ خو یواځې یوه لوبه کې یې پنځوس جمعه منډې کړي دي.

د ده عمر هم نور د کرکټ لپاره د تقاضا وړ نه دی.

فاف ډوپلیسي؛ د افریقا پیاوړی کرکټ لوبغاړی او پخوانی لوبډلمشر دی؛ د ده لوبه لا هم بده نه ده؛ خو اوس مهال لوبه داسې مخته وړي؛ چې ۴۷ توپونو نیمه سلیزه وهي او دا چاره په شل اوریزو لوبو کې د لوبډلې په تاوان تمامېږي.

ډوېن براوو؛ براوو ۳۷ کاله عمر لري، په تېر وخت کې یې د چینای لپاره ښه الراونډري کړې ده او تل یې د چینای لپاره لوبې ګټلي دي؛ خو اوس یې لوبې د پام وړ نه دي او لوبې یې بې خونده دي.

نو نور د چینای لوبډله هم غواړي، چې په لوبډله له سره غور وکړي او د بل پړاو آی‌پي‌اېل لپاره نوي لوبغاړي وګوري او واخلي.

عمران طاهر؛ دی ۴۱ کاله عمر لري، که څه ښه بالر دی؛ خو نور عمر د دې تقاضا نه کوي، چې په لوبغالي کې دې له انرژۍ ډک ګامونه واخلي او له جوشه ډک لوبه وکړي.

دی تر اوسه نه دی لوبول شوی.

جدیجا او ریوډونو عمرونه هم له ۳۱ کلونو پورته دي؛ خو لا هم د لوبې کولو ځواک لري.

د کرکټ یو شمېر مینوال وایي، د ډوني د لوبډلې د ناکامۍ ستر دلیلونه د ډېرو زړو لوبغاړو شتون بولي.

اباسین امرخېل د کرکټ څارونکی وایي، د چینای لوبډله نیمایي لوبغاړي زاړه دي او نشي کولای چې ښه ولوبېږي.

ابوبکر علیزی وایي، چې چینای لوبډله ډېره ښه لوبېدله، سږ کال یې هم پیل په بریا وکړ؛ خو وروستیو کې یې د ښو لوبو نه کولو علت د لوبغاړو زوړوالی دی.

یارمحمد پردېس وایي، چې دې لوبډلې چټک بالران هم نشته، ډیپک چهر او شاردول تاکور هم په اعلی سویه لوړ بالران نه دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ