سپورټ کرکټ

راتلونکي IPL کې به کوم بالران د ډیرو ویکټو اخیستونکي خوله پر سر کړي؟

دا چې د ۲۰۲۰م آې پي ایل سیالیو دیارلسم پړاو دوې میاشتې وروسته د مارچ په میاشت کې پېلېږي، پکې د زیاتو بالرانو اخېستونکو لوبغاړو ته د لوبو په اوږدو کې پرپل یا فِروزه یې خولۍ ورکول کېږي.

هر بالر چې زیاتې وېکټې واخلي، نو پرپل کېپ یې پر سر وي.

اوس د کرېک ټرکر وېبپاڼې داسې بالران را اخیستي، چې په دوی کې به یې یو دغه خولۍ اخلي.

د دغو بالرانو په منځ کې یې د راشدخان نوم هم ذکر کړی دی.

کرېک ټرېکر پوښتنه کړې چې سږ کال به په دغو بالرانو کې کوم یو پرپل کېپ ترلاسه کړي؟

رباډا، راشدخان، بومرا، پټ کمېنس، چهل، جوفرا ارچر او محمد شمي.

راشدخان؛

راشدخان چې شل کاله عمر لري د شل اوریزو لوبو د بالرانو په درجهبندۍ کې لومړی نمبر بالر دی او شا او خوا په لسو بهرنیو لیګونو کې د کال په اوږدو کې لوبېږي.

ده په ۲۰۱۷م کې آې پي ایل پیل کړ او سږ کال هم د حېدراباد لوبډلې پېرلی دی.

په ۲۰۱۷م کې یې یو ځل پرپل کېپ پر سر کړی و او زیاتې وېکټې یې اخېستې وې، اوس یو ځل بیا ټرکر وېبپاڼې د نوموړي نوم یاد کړی، چې پرپر کېپ به اخلي.

خو دا چې دی به پرپل کېپ واخلي که نه، آې پي ایل سیالیو ته انتظار کوو.

کګېسو راباډا؛

افریقایي ښي لاسی چټک بالر دی او له ډیلي لوبډلې سره لوبېږي، هغه هم یو له پیاوړو بالرانو څخه دی او ټرېکر وېبپاڼې ویلي، هم کولای شي، چې د زیاتو وېکټو اخستونکو بالرانو خولۍ یا کېپ پر سرکړي.

جسپرېت بومرا؛

جسپرېت بومرا د هندوستان چټک بالر دی او په یو ورځنیو لوبو کې بیا لومړی نمبر توپ اچوونکی دی، هغه د ممبيي لوبډلې یو له مخکښو توپ اچوونکو څخه هم دی. ټرکر وېبپاڼې دا هم یاد کړی، چې ښایي فِروزه یي خولۍ تر لاسه کړي.

یوز وېندرا چهل؛

هندی ګوګلي ښي لاسی بالر دی، چې له بنګلور لوبډلې سره آې پي ایل کې لوبېږي او ښه توپ اچونه کوي.

پټ کمېنس؛

اسټرالیایي چټک بالر دی، چې سږ کال تر ټولو په لوړ قېمت کلکتې لوبډلې پېرلی دی، په ښي لاس چټکه توپ اچونه کوي او د لوړ قد خاوند دی، دی هم د هغو بالرانو په قطار کې را اخیستل شوی، چې ښایي پرپل کېپ ترلاسه کړي.

جوفر ارچر؛

انګلستانی چټک بالر دی او په یارکر توپونو کې ښه مهارت لري. دی له راجستان لوبډلې سره لوبېږي او ښایي پرپل کېپ ترلاسه کړي.

محمد شمي؛

د هندوستان چټک بالر دی، په ښي لاس توپ اچونه کوي او له مختلف وېرېئشن سره یې توپ اچونه مثبته او د توپ وهونکي لپاره ننګوونکې ده. دی له پنجاب لوبډلې سره لوبېږي او ښایي د پرپل کېپ ترلاسه کوونکی شي.

دا چې کوم لوبغاړی به پرپل کېپ ترلاسه کړي د آې پي ایل دیارلسم پړاو وروسته به یې پته ولګېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې