د IPL بولي او توپیرونه؛ لوبډلې کوم ډول لوبغاړو ته اړتیا لري؟

له ۲۰۰۸ کال راهیسې د هندوستان سوداګریزو کرکټ لوبو لپاره بولي ترسره کېږي او لوبغاړي اخیستل کېږي.

په دې لیګ کې په دې وروستیو کې د بولي په چارو هم سیوری غوړېدلی دی.

په ۲۰۰۸ کال کې له افغان لوبغاړو پرته د نړۍ بېلابېل لوبغاړي په دې لیګ کې واخېستل شول، چې د پاکستانیانو برخه هم پکې بارزه وه.

ورپسې په نورو کلونو کې هم هر کال تر درې سوو پورې لوبغاړي اخېستل کېدل او له زرو زیاتو لوبغاړو به ورته نوملیکنه کوله.

۲۰۱۷ او ۱۸ کې هم ۱۳ سوه لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، چې له افغانستان څخه هم پکې لوبغاړي شامل وو.

په ۲۰۱۷ کې دا لیګ د افغانانو لپاره هم زیات محبوب شو او د افغان لوبغاړو لپاره پکې دروازه پرانېستل شوه.

راشدخان او محمد نبي عیسی خېل لومړي افغان لوبغاړي وو، چې آی پي اېل کې یې د اخیستلو امتیاز ترلاسه کړ.

دواړه حیدراباد لوبډلې وپېرل.

۲۰۱۸ کې مجیب الرحمن د پنجاب لوبډلې له لورې واخېستل شو او دا لړۍ تر ۲۰۲۰ کال پورې همداسې روانه وه.

خو د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې د کرونا ویروس له امله په دې لیګ سیوری وغوړېد او نږدې ۴۰ لوبغاړي په بولي کې واخېستل شول.

درې واړه افغان لوبغاړي د خپلو اړوندو لوبډلو لخوا رېټاین یا وساتل شول.

۲۰۲۱ کال او بولي

دې کال کې هم ۲۹۲ لوبغاړي شارټ لېسټ شوي وو؛ خو د هندوستان کرکټ بورډ وویل چې یواځې ۶۰ لوبغاړي د لوبډلو لخوا رانیول کېږي او نور لوبغاړي به بې پېره پاتې کېږي.

پخوا به د بولي لپاره دوه یا درې ورځې مراسم روان و او لوبډلو به د خوښې لوبغاړي اخېستل؛ خو دا چې اوس د کرونا ویروس ستونزې جوړې کړي، نو د بولي په چارو هم سیوری خپور شوی دی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ بولي په شاوخوا پنځه ساعتونو کې پای ته ورسېده او لوبډلې جوړې شوې.

دې بولي کې قیس احمد او ځېنې نور افغان لوبغاړي بریالي نشول، چې لار پېدا کړي او یواځې مجیب الرحمن و، د حیدراباد لوبډلې لخوا واخېستل شو.

لوبډلې کوم ډول لوبغاړو ته اړتیا لري

په اول قدم کې لوبډلې هڅې کوي، چې غوره چټک بالران ومومي، ځکه هندوستان کې چټک توپ اچوونکي کم دي او سپېن یا څوکه بالران یې زیات دي.

د نړۍ په بالرانو کې سپېن بالران ډېر نه اخلي، په سپېن بالرانو کې هغه څوک اخلي، چې د نړۍ په کچه غوره ځلېدلی او مطرح توپ اچوونکی وي، چې ښه بیلګه یې راشدخان دی.

غوره الراونډران پېري، چې ښه بیلګه یې محمد نبي عیسی خېل او شکېب الحسن دی.

سپېن بالران چې یواخې توپ اچونه کوي او توپ وهنه ورسره نه شي کولای نو دداسې بالرانو د اخیستلو بازار سوړ وي.

لوبډلې خپل حالت ته ګوري او همغسې توپوهونکي پېري.

که کومه لوبډله اوپنر نه لري، اوپنر اخلي او که کومه لوبډله هیټر یا فېنېشر نه لري بیا ورته داسې لوبغاړی ګوري.

په افغانستان کې داسې باوري توپوهونکی نه ترسترګو کېږي، چې هغه دې د ای بي ډیویلیرس، کرېس ګېل، نیکولاس پوران، شېمرن هېټمېر یا سټیف سمېت په څېر توپوهنه وکړي، نو ځکه د افغانستان توپوهونکي په دې لیګ کې نه اخېستل کېږي.

هندوستانیان حق اولیت خپلو داخلي لوبغاړو ته ورکوي، همدوی ډېر بولي ته وړاندې کېږي او ډېر اخېستل کېږي هم.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.