
لیکنه: بهار سمسور
د هندوستان غوره لیګ ای پي اېل د لوبغاړو د اخیستو بولۍ یا اکشن د راتلونکي میاشتې ډيسمبر پر ۱۸ تر سره شي.
ویل شوي ول چې د لوبغاړو د اخیستو بولۍ مراسم به د ډيسمبر پر ۱۵ تاریخ تر سره شي، خو دا خبر د ای پي اېل بورډ نه و تائید کړی او پرون خبر خپور شو چې بولي د ډيسمبر پر ۱۸ تاریخ مازدیګر ۳ بجې پیل او د شپې تر ۹:۳۰ دقیقو به ادامه پیدا کړي.د ای پي اېل د بورډ او سټار سپورټس چاینل په توافق سره پر دغه ورځ به د هندوستان او اسټرالیا تر منځ دوهمه تېسټ لوبه پای ته رسیدلې وي او په ښه شکل به د لوبغاړو د اخیستو مراسم تر سره شي.
د یادولو وړ ده چې دا ځل به افغان حضرت ځاځی هم د دغه اکشن مهمه برخه وي او خبرونه داسې دي چې د پنجاب لوبډلې د افغان کرېس ګېل حضرت ځاځي د اخیستو لپاره پوره لیوالتیا ښودلې ده. د یادولو وړ ده چې په دې بولۍ کې ۵۰ لوبغاړي اخستل کیږي چې ۳۰ هندي او یوازې شل يې بهرني لوبغاړي دي.