له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د آی‌پي‌اېل غوره توپوهنې

 

د آی‌پي‌اېل له پیل څخه تر دې دمه ځېنو لوبغاړو چټک اننګزونه لوبولي او د خپلې لوبډلې په ګټه یې ګټونکې پاڼۍ لوبولي دي.

 

یوسف پټان

یوسف پټان هغه الراونډر دی، چې د کلکتې لوبډلې لپاره یې په منځنۍ برخه کې د یو فېنېشر او هیټر رول لوبولی دی او تل یې ښې لوبې د کلکتې لپاره ګټلي دي.

خو په ۲۰۰۸ کې دی له راجستان لوبډلې سره و او د چینای سوپرکېنګز لوبډلې پر وړاندې یې په ۳۹ توپونو ۵۶ منډې وکړې او د توپ اچوڼې برخه کې یې په ۲۲ منډو درې وېکټې ترلاسه کړې.

 

شېن واټسن

شېن واټسن په ۲۰۱۸ کې د حیدراباد پر وړاندې پایلوبه کې ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او اتلولي یې چینای لوبډلې ته وګټله.

 

کرېس ګېل

۲۰۱۴ کې کرېس ګېل د آي‌پي‌اېل درېیم غوره اننګز لوبولی و، ده ۱۷۵ ناسوځېدلې منډې کړې وې او هم یې د بنګلور لوبډلې لپاره ۲ وېکټې یې ترلاسه کړې وې.

نوموړي دا غوره لوبه د پونې لوبډلې پر وړاندې کړې وه.

 

راشدخان

راشدخان په ۲۰۱۸ کې د کلکتې پر وړاندې د آی‌پي‌اېل غوره اننګز ولوباوه، هغه چټکې ۳۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او هم یې د ۱۹ منډو په ورکولو سره ۳ وېکټې ترلاسه کړې.

راشدخان وکولای شول، چې په پلی اف لوبه کې کلکته لوبډله بهر کړي او حیدراباد لوبډله یې پایلوبې ته ورسوله.

راشدخان د دې لوبې غوره لوبغاړی هم شو او ډېری هندوستانیانو د هغه د لوبې ډېره ستاینه وکړه.

 

 

شېن واټسن

واټسن په ۲۰۰۸ کې د راجستان لوبډلې په ګټه د ډیلي پر وړاندې یوه غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

هغه ۵۲ چټکې منډې وکړې او هم یې په لس منډو ورکولو سره ۳ وېکټې ترلاسه کړې.

په دې کال ده د آی‌پي‌اېل په غوره او با ارزښته الراونډرانو کې ځان شمېر کړ.

 

برېنډن مکالم

برېنډن مکالم په ۲۰۰۸ کې د بنګلور لوبډلې پر وړاندې د کلکتې په ګټه ۱۵۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.

هغه ۷۳ توپونو لوبولي وو، چې ۱۳ یې شپږیزې او لس یې څلوریزې وهلې وې.

تر ۲۰۱۴ پورې دا په یوه پاڼۍ کې د آی‌پي‌اېل ترټولو لوړې او ریکارډي منډې وې؛ خو دا ریکارډ په ۲۰۱۴ کې کرېس ګېل مات کړ.

 

سورېش رېنا

سورېش رېنا په ۲۰۱۴ کې د پنجاب لوبډلې پر وړاندې غوره پاڼۍ ولوبوله، هغه په ۲۵ توپونو ۸۷ منډې وکړې او بیا رن اوټ شو.

نوموړي ۶ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې وهلې وې.

خو لوبه په ۲۴ منډو پنجاب ګټلې وه، د پنجاب لپاره سېواګ ۱۲۲ منډې کړې وې او ۲۲۶ منډې هدف و.

 

کېرن پولارډ

 

۲۰۱۳ کې د مې په ۲۶ مه کېرن پولارډ د ممبيي لوبډلې لپاره ګټونکې پاڼۍ ولوبوله د ممبيي لوبډله په سخت حالت کې وه، چې پولارډ په شپږمه وېکټ راښکته شو، هغه په ۳۲ توپونو ۶۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او هدف یې د درې شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۱۴۸ ته ورساوه.

د چینای لوبډلې په ټولو اورونو کې ۱۲۵ منډې وکړې او لوبه ترې ممبيي په ۲۳ منډو وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم پولارډ ترلاسه کړه.

چونکه دا پایلوبه وه نو اتلولي هم د ممبيي لوبډلې وګټله.

 

کوري انډرسن

د نیوزیلېنډ کیڼ لاسی الراونډر دی، ده په ۲۰۱۴ کې د راجستان پر وړاندې یوه لوبه کې غوره توپوهنه وکړه.

ده په ۴۴ توپونو ۹۵ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې شپږ شپږیزې او ۹ څلوریزې پکې شاملې وې او د راجستان لوبډلې ۱۸۹ هدف یې په پنځلسم اوور کې کراس کړ.

 

انډری رسل

رسل د بنګلور پر وړاندې په ۲۰۱۹ کې نه هېرېدونکې لوبه وکړه.

هغه په ۱۳ توپونو ۴۸ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ۷ شپږیزې او یوه څلوریزه یې وهلې وه.

نوموړي د بنګلور لوبډلې ۲۰۵ منډې هدف د شلم اوور په لومړي توپ پوره کړ او بنګلور ته یې ماته ورکړه.

هغه د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

سږ کال آی‌پي‌اېل کې کې اېل راهول، سنجو سمسن، جاس بټلر غوره پاڼۍ لوبولي دي.

 




وروستي مطالب